امریکا او هند د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

امریکا او هند د افغانستان پر وضعیت غږېدلي


  • 3 کاله دمخه (20/08/2021)
  • خلیل الله
  • 1241

امریکایي او هندوستاني چارواکو په افغانستان کې پر وضعیت او یو شمېر نورو مهمو موضاعاتو په هکله خبرې کړې دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون له خپل هندي سیال ډاکټر جي‌شنکر سره د افغانستان پر سر خبرې کړې. 

د مالوماتو له‌مخې، چې یادو چارواکو د ټیلفوني اړیکې له لارې پر افغانستان بحث کړی او دواړو لوریو د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه‌راز پرون د هسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر "جوزې مانول‌البارس" سره په افغانستان کې له متحدینو او شریکانو سره د همکاریو پر دوام خبرې کړې‌دي. 

په دې خبرو کې دواړو لوریو د تخیلې پر روان بهیر او د بهرنیو او افغان اتباعو د خوندیتوب د زیاتېدو په لارو چارو بحث کړی‌دی.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو له‌خوا د کابو ټول افغانستان تر نیول کېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نړۍوالو اندېښنې زیاتې شوې دي او له دې ډلې غواړي، چې د دوی امنیت خوندیتوب او ازادۍ ته جدي پاملرنه وکړي.