د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري وايي، د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ځپلی دی.
نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې ویلي، چې دا بندیزونه د مالي انزوا لامل شوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده.
د افغانستان بانک مشر په دې کتنه کې له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډې همکارۍ هم ټينګار کړی دی.
هدایت الله بدري دغه راز د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په خلاصون کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.