سیمهییزې سرچینې وايي، د ننګرهار د درونټې په بند کې دوه تنکي ځوانان د لامبو وهلو پرمهال ډوب شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون جمعه د درونټې په بند کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه ډوبه شوي کسان له اوبو نه دي را اېستل شوي، خو د موندلو هڅې يې روانې دي.
ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د اوړي په موسم کې هوا ګرمېږي او د هېواد په سیندونو کې د خلکو د ډوبېدو راپورونه خپرېږي.