قرآن کریم د نثر ټولې ځانګړنې لري، خو نثر نه دی او د شعر ټولې ځانګړنې لري، خو شعر نه دی. لاریب، دغه کتاب یوه بېله دنیا ده.
موږ به خپله موضوع د قرآني ژبې په تناظر کې وڅېړو.
قرآن کریم په دومره بلیغه او هنري ژبه لیکل شوی، چې د هغه مهال فصیحو عربو ته یې یوه لویه ننګونه دا وه، چې د دې په څېر یو سورت یا یو آیت وړاندې کړئ. پوهېږو، چې عرب پاتې راغلل. خو په دې سربېره، په قرآن کریم کې په دې هم بیا، بیا تاکید شوی، چې قرآن په څرګنده، اسانه او واضحه ژبه را نازل شوی.
ما چې پورته کومه خبره کړې، له ځانه مې نه ده کړې، بلکې د قرآن کریم د پورتنۍ «ننګونې» او «ادعا» له مخې مې کړې. که قرآن د شعر ټولې ځانګړنې نه لرلی، د عربو لپاره د قرآن کریم ژبه ننګونه نه شوه کېدلی، ځکه چې عربو ته شعر لوړ ښکارېده، نه نثر؛ بل خوا، که د نثر ټولې ځانګړنې يې نه لرلی، نو د قرآن کریم دا ادعا نه ثابتېده، چې ژبه يې څرګنده، اسانه او واضحه ده. خو په دې سره، سره، دا هم ده، چې قرآن نه نثر دی، نه شعر دی. دې خبرې ته به ممکن قرآني دلیل موجود وي، خو دا قضاوت، چې قرآن نثر دی او که شعر، په دې ستونزمن دی، چې له ډېر بحث وروسته هم سړی نتیجې ته نه شي رسېدلی.
البته، زما د دې قضاوت نه کولو په مقابل کې دا دلیل صحیح نه دی، چې قرآن کریم کې صراحتا ویل شوي، چې دا اشعار، یا اساطیري کیسې یا د کوډګرو خبرې نه دي، بلکې الهي کلام دی؛ ځکه دلته زموږ بحث په دې دی، چې آیا د قرآن کریم ژبه، نثر ده او که شعر؛ نه پیغام.
د پورتني بحث په تناظر کې دغه ټکی هم په ډاګه کېږي، چې پیغام له ژبې بېل او د پیغام ژبه بېله کېدلی شي. له همدې امله خو موږ د ځینو شاعرانو یا نثرلیکونکو په اړه وایو، چې په نثر کې یې شعر یا هنر ځای کړی، یا دا چې په شعر کې يې د نثر اجزاوې غالبې شوې دي. یو ښه مثال يې ګل پاچا الفت صاحب دی. غوره نثرونه يې نثر دی، خو پیغام یې شعر یا شاعرانه خبرې دي؛ مګر د الفت صاحب شاعري بیا شعر ده، خو پیغام یې منثور دی. منثور پیغام هغه چې ژبه يې څرګنده، واضحه او اسانه وي او هغه پیغام، چې شاعرانه خبره نه وي، عادي خبره وي.
د خپلې خبرې د وضاحت لپاره به د تاریخ پاڼو ته هم ورستانه شو. خیرالبیان را اخلو. خیرالبیان کې هڅه شوې، چې په شاعرانه ژبه، نثري خبرې وشي. لیکوال خپله خبره خو کړې، خو د خپلې ژبې په انتخاب او تخلیق کې پاتې راغلی ښکاري. همدا وجه به وي، چې د ژبې ناکامي چې لري، خلکو يې پیغام ته هم ډېره توجه ونه کړه، ځکه کومې خبرې چې بایزید روښان وکړې، هغه خبرې نن ورځ د کلي یو عام صوفي ملا هم کولی شي.
په دې اساس، مهمه دا ده، چې زموږ پیغام څه شی دی؟ شاعرانه که منثور؟ او د خپل پیغام لپاره زموږ د ژبې جامه څه شی ده؟ شعري که نثري؟ د شاعرانه پیغام لپاره د نثر د انتخاب کامیابي د الفت صاحب په «غوره نثرونو» کې لیدلی شو. دغه راز، د منثور پیغام لپاره د شاعرانه ژبې انتخاب د «قرآن کریم» په متن کې وینو. له دې ټکي یوه دا خبره هم واضحه شوه، چې ډېر اغېزناک متن هله پنځولی شو، چې زموږ پیغام او ژبه په تضاد کې سره پېښ شي، یعنې زموږ شعري متن په نثر ولیکل شي یا منثور پیغام د شعر په ژبه.
د الفت صاحب «غوره نثرونه» په دې غوره نه دي، چې پيغام يې بيخي بې سابقې او بې ساری دی، بلکې د ارواښاد الفت په دې اثر کې د ژبې او پيغام تضاد پېښ شوی، ځکه خو کتاب تر اوسه لا ژوندی دی. د همدې الفت صاحب نور کتابونه تر دې ښه پيغامونه لري، خو دومره مشهور نه دي، ځکه هلته نثر په نثري ژبه ليکل شوی او تضاد پکې نشته، يو رنګي پکې خوره وره ده.
خو دلته له دوو جدي نیوکو سره مخ کېدلی شو: د الفت صاحب شاعري تر ډېره بریده د ناکامې شاعري هڅه ګڼلی شو، ځکه دلته هم د منثور خبرې لپاره منثوره ژبه انتخاب شوې، مازې قالب یې د شعر ورکړی.
بله نيوکه دا چې، د شعر په اړه دغه تیوري هم له یوې مخې له پامه نه شو غورځولی، چې وايي، شعر د واعظانو خبرې نه دي، چې تبلیغ درته پکې وکړي، شعر، شعر دی، که پیغام وو، که نه وو.
نو دغه دواړه نیوکې اصلاً له دې امله پیدا شوې، چې د پیغام ډول، د ژبې له ډول سره یو شی ګڼل شوي دي. موږ د قرآن کریم په اړه هم وویل، چې، زموږ بحث په دې دی، چې آیا د قرآن کریم ژبه، نثر ده او که شعر؛ نه پیغام. په دې اساس، موږ چې کله وایو، چې منثور پیغام دې د شعر په ژبه ولیکل شي، هدف دا دی، چې د شعر اجزاوې دې په متن کې وکارول شي او متن دې په شاعرانه او هنري عناصرو سینګار شي. دوهمه نیوکه هم په همدې وضاحت کې ځواب شوه.
دغه خبره په دې ډول هم کولی شو، چې هغه څوک چې نثر لیکي، په شاعرانه ژبه دې فکر وکړي، خپل نثر دې په شاعرانه ژبه ولیکي؛ دغه کار شاعران ډېر په اسانه کولی شي، د هغوی فکر له پخوا څخه لا شعر ته جوړ وي او شاعرانه عناصر يې د شعور په سر کې دېره وي، نو په اسانه ترې ګټه اخیستلی شي.
پوښتنه دا ده، چې ايا کاروان صاحب به ښه نثر وليکلی شي؟ د دې پوښتنې ځواب په دې پوښتنه کې نغښتی، چې ايا کاروان صاحب سره يو موثر پيغام هم شته او که نه؟
زموږ سروکار چې له پیغام سره دی او د شعر سروکار تر ډېره له پیغام سره نه وي، بیا که یو پیغام احیانا پکې راغلی هم وي، شعر د عوامو لپاره نه وي، خواصو ته متوجه وي؛ نو موږ د شعر په ژبه خبرې نه کوو. شعر چې څوک په څه ډول لیکي، هماغسې دې ولیکي.
خو د مؤثر پیغام لپاره دا مهمه ده، چې د خپلې ژبې تر ټولو اعلی او شهکاره بڼه او کچه وکارول شي او نثر دې په شاعرانه ژبه وليکلی شي، ځکه چې قرآن کریم هم د خپل پیغام د اغېزمنتیا لپاره همدا ډول ژبه کارولې.