طالبان دې خپل ځانونه خپلواک کړي.

طالبان دې خپل ځانونه خپلواک کړي.


  • 3 کاله دمخه (26/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1340

طالبان دې خپل ځانونه خپلواک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، طالبان دې له بهرنیو ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي. نوموړي پرون د کابینې په غونډه کې وویل، چې طالبان باید یو دایمي اوربند ته غاړه کیږدي، سوله دې وکړي او نور دې جګړې پای ته ورسوي. غني زیاته کړه، چې افغان حکومت تل د سولې لپاره پاک نیت ښودلی او په دغه برخه کې هیڅ وخت خنډونه نه دي جوړ کړي. نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا او نورو نړیوالو ټولنو د مرستو غوښتنه هم کړې او زیاته کړې یې ده، چې که هر څوک د افغان سولې پروسه کې یو قدم هم اخلي دوی یې قدر دانی کوي.

ولسمشر غني یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په یوه غونډه کې وویل، چې طالبان د هغه چا په واک کې دي، چېرته چې ددوی کورونه شتون لري.