په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښه کې له کبله شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، چې پېښه تیره ورځ له غرمې وروسته ددې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوته، چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
د سرچینې په خبره، چې دغه کسان ټول د یوې کورنۍ غړي وو او واده ته پر لاره ول، چې د موټر چلوونکي په ګډون ټول سپاره کسان په کې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.