د کندهار ښار په دریمه حوزه کې د تېلو یوې ټانکۍ د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
د کندهار امینه قوماندانۍ مسؤلین وایي چې دا پېښه نن سهار د ښار اړوند په «ښکاپر دروازې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې یاده چاودنه د روح الله په نامه د یوه فلزکار په دوکان کې رامنځته شوې، چې له کبله یې نوموړی ټپي او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.
سرچینې ویلي، چې په دغې پېښه کې د روح الله پرته نور چاته زیان نه دی رسېدلی.
ډیری وخت دا ډول پیښې د ګازو، پټرولو او نورو سونتوکو سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.