ټولټاکنې نه دي ټول وژنې دي ځکه خو باید تحریم شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امین بسمل
  • 1222

درنو اوعزتمنوهیوادوالــو!
نن ورځ دجرمني په بایرن ایالت کې زموږ دکولتوري ټولنې غړود Starnbergشټارنبېرګ دډنډې (See) په غاړه  تر شنه اسمان او دالله  پاک(ج) دلــوی نعمت (لمر) تر زرینو وړانګو لاندې  خپله نوبتي غونډه وکړه،  په  روانو او راتلونکوحالاتوخبرې وشوي، دښاغلي  ډاکترالف الف ستانیزي  په  مهمه لیکنه اوږد بحث وشود افغانستان  د ازادي دنوییمې ۹۰ کالیزي دلمانځلو په اړوندمهم تصمیمونه ونیول شول  ترڅوداځل دخپلونیکونو دسرونو په بیه ګتلی  خو بیا نااهله افغان سیاستوالوبایللی  استقلال په  ځانګړي  ډول سره ونمانځو.
داځل خوموږ  تریوبل  ډول اشغال لاندې یوهغه انګرېزان چې زموږ نیکونوپسې ځغلولي وو نن  ورځ  یې لمسیان بیاپه نورو پلمودخپلونیکونوغچ  اخلي او دافغان ولـس  په  ټپي ټټر او ټغر یې نېزې منډلې دي .
موږ د روانوحالاتوپر بنسټ، دګڼ شمېردوستانو په غوښتنه اود لاندینیو  دلایلوله مخې  لازمه وګڼله  چې یوځل  بیازموږ دکولتوري  ټولنې داپریل میاشتې د۲۵تمې نېټې مهمه  اوتاریخي اعلامیه چې بې له کوم تعصب  څخه پکې دهیواد راتلونکې  څرګنده  انځور شوې  ده یوځل بیازموږ پیاوړو،په هیوادمینوویبپاڼوچلوونکوته ولېږو ترڅو د هیواددوستۍ له مخې یې ستاسولپاره  یوځل بیا خپره کړي په  نوموړې اعلامیـه کې وړاندوینې  دمنطق له  مخې شوي دي هیله  ده چې لاندې  دلایل تاسو قانع  کړای شي .
۱ــ ټولټاکنې ځکه باید تحریم شي چې نه تنها هیواد ته  سوله  نه  شي راوړی بلکې  دنویو غمیزو پیل به وي .
۲ ــ له مالوماتوسره سم دشمال جنایتکاره ټلواله  دسیاسي تاکتیک له مخې په دوو برخو ویشل شوې ده چې یوه خوایې غبرګ  عبدالله  اوبله  خوایې فهیم او صدیق  چکري، ملت  او تاریخ  ته دمحکوم حامدکرزي  په مشري په مخ  وړي  چې په نهایت کې بیا هم د یو اس غوږونه  دي  مانا هسې یې درایو دویشلولپاره  چل  جوړ کړی  چې  بیا هم پخپلو کې سره یو دي .
۳ ــ ټوله  نړۍ  یې ګوري  چې سپینې ماڼۍ  دکرزي  په ګټه لوبې پیل کړي  دي ، تبلغات  ورته کوي  خو د احتمالي
ولسي پاڅون  له وېرې  اوس سپینه ماڼۍغواړي چې  ډاکتر اشرف غني احمدزی د صدارت پرچوکۍ سپور کړي تر څودولس اذهان بلې خوا ته واړوي،  اوبه  نورې هم پسې خړې او له انګرېزانو سره یو ځای پکې کبان ونیسي  .
۴ ــ په  همدې اونۍ کې د تاندویبپاڼې  په  هواله   دامریکا ځانګړی استازی  ریچردهولبروک ترکې ته تللی دی تر څو د افغان ولس قاتل اونمکحرام دوستم دې ته وهڅوی چې  زموږ پاکې خاورې ته بیا ناولې پښې راوړي .
۵ ــ دکرزي  وروڼه  په راروانوتپل  شوو، نامشروع او غولوونکو ټولټاکنو(ټولوژنو)کې دخپل ورورکرزي  د بري لپاره په دېرش دېرش ډالره  او د تیلیفون  په کارتونو دخلګو رايې اخلي .
۶ــ د جنګسالارانواو دکابل  دقاتلینوله  ډلې څخه  یو تن  کوم چې دافغانستان  دلوی  څارنوال اورمېګ  یې  پرې مات کړی و چې نوم  یې  دین محمد جرات  دی  نن  ووېل چې  موږ  له کرزي  څخه  په لیکلي ډول سنداخیستی دی چې که  کرزی  بری  ترلاسه کړي نوبه  دملي خاین  اودکابل قاتل  (مسعود) تصویر او یا یې دقبر تصویر  په  افغان  بانکنوټونوکې  راته چاپوي، همداراز  به  دبیا رغونې ګړندي ګامونه  په  پنجشېر کې اخلي او داسې نور نو ځکه موږ دکرزي ملاتړ کوو.
۷ــ کرزي  د خپل مقام دساتلو لپاره هزاره جنګي جنایتکارانومحقق، اکبري او خلیلي ته  هم ناوړه وعدې ورکړي دي چې عملي کول به یې لویه کرکه اونوې ستونځې  وزېږوي  .
۸ــ روزل شوی او په  پراشوت کې راکښته  شوی  حامدکرزی غواړي چې  په هیوادکې زموږ  یو منلی اوسپېځلی دود( لویه دودیزه جرګه) بې اهمیته کړي، وروسته له  خپل بري څخه  لویه  دودیزه جرګه  راوغواړي اود مقاومت پخلاینه په داسې حال کې وکړي چي یو څنګ ته به یې یو جنګي جنایتکار(چنګښ فهیم) اوبل څنګ ته به یې بل جنګي جنایتکارافغان دښمن خلیلي ناست وي، دجرګې په دننه کې به دملي خاین دوستم، خدای دښمن مجددي
، جنایتکار او دملي شتمني غل صدیق چکري، رباني ، منصورنادري ، دین محمد جرات، امان الله ګذر اودبابا جان  خونړۍ ملېشې  ناستې وي  په  مقابل لوري کې به هسې په نوم څو صوفیان دمقاومت  په جعلي استازیتوب ورته  راشي، ظاهرأ خوبه   تش په نامه  پرېکړي پکې وکړي خو عملي کول به یې ډېر ګران وي  ځکه خو به زموږ دا سپېځلی دود(لویه دودیزه جرګه) خورا بې اهمیته کړي  دلته  دیادولو وړ ده  چې  په لویـه دودیزه  جرګه کې منلي اوسپېڅلي ولسي قومي مشران را ټولیږي نه جنګي جنایتکاران او هیوادپلورونکي .
قـــــــــــــدرمنــــــــــــو خوینــــــــــــدو او وروڼـــــــــــــــــــو!
راځﺉ چي دملي ګټو لپاره فکر وکړو نه  دمړیو د تصویرونو اویا یې دقبرونوتصویرو ته  شرطونه کښېږدو او یا د ولسوالیو بدلول په ولایتونو او یا خو دقوم  په  حساب دوزارتونو اشغال ، له بده مرغه باید ووایو چې دیونوکال  نازولی شاګرد، ملت او په  تېره بیا خپل قــام  ته  دروغجن او غدار (حامدکرزی) د خپل  مقام  دساتلو لپاره  هرې ناروالوبې ته ملاتړلې ده افغانان  یې خوراوشرمول اودافغانانوښکلی تاریخ  یې ډېرزیانمن کړنوځکه  د پورتنیو دلایلو له مخې په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې اعلاميه یو ځل بیا ستاسو دخدمت  لپاره  خپرېدو ته لېږل کیږي هیله ده چې قناعت مو حاصل شوی وي .
له حوصلې څخه مو مننه  خو زموږ  داعلامې  په  وروستۍ برخه کې د ښاغلي  ډاکتر الف الف ستانیزي لیکنه  هم ولولﺉ  .
بیا هم مننه

                                 تحریم تحریم تحریم                         
 ۲۵ـ۰۴ـ۲۰۰۹  دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه
نن  دجرمني  په مونشن  ښارکې زموږ  دکولتوري ټولنې غړوخپله نوبتي غونډه وکړه  دغونډې اجنډاپه  افغانستان کې د ولسمشري دټولټاکنو دتحریم موضوع وه  په یاده شوې موضوع ډېر بحث  وشو چې بیا د لاندې  د لایلو پر بنا را روانې تحمیلي،غیرطبعي اوغیر عملي ټولټاکنې محکومې او دتحریم وړ وګڼل شوې :
ــ زموږ د هېواد نږدې اتیا په سلو کې  وګړي له سولې اوامن څخه  محروم  دي  چې داحقیقت  پخپله  نړیوالې  ټولنې  هم منلی دی .
ــ په پښتون مېشتوسیموکې هم په شعوري  ډول اوهم دناامنيو له وجې کارتونه نه دي  وېشل شوي نوکله چې زموږ دهېواد له اصل ډېره کي توکم(پښتون)سره په لوی لاس  دومره جفا کیږي بیانو ټولټاکنې دڅه او دچا لپاره؟
ــ په بې شمېرو کارتونولا وار دمخه سوداګري شوې  چې  له هغو څخه به ډېره ناوړه ګټه پورته شي .
ــ دبن دکنفرانس پرېکړې  له هغو خپلو کمیو سره سره  هم عملي نه  شوې،  په  افغــان ولس یوه غداره، پوډري اویوه  داسې له فساد څخه ډکه اداره تحمیل شوه چې  نه تنها افغانان یې وشرمول بلکې  دنړیوالې ټولنې حثیت یې هم  په ځمکه وویشت  خوبیا هم  نړېواله ټولنه  همدافاسدین دجګړې داوږدولولپاره نازوي ترڅوسوله لاپه شا وتمبیږي، مقاومت  غښتلی او د لاډېرې  ودې  په  نتېجه کې ټوله  سیمه نا ارامه او مغرضین  خپلو موخو ته  ځانونه  ورسوي،
زموږ په ولسي وګړو داړندې بمباري په همدې منظورشوې او کیږي  ددې ترڅنګ زموږ  په  بېوزلو وګړوپه ډېره بې رحمي سره یورانیم لرونکې وسلې  هم کاروي چې دنمونې  په  ډول به تاسو ته څومستند تصویرونه  زموږ داعلامې په وروستۍ برخه کې دروښیو.
ــ موږ دنړېوالې ټولنې دوه مخي سیاست اندېښمن کړي یوله یوې خوا پخپله نارې وهي چې امن نشته اونا امني به نوره هم په زیاتېدو شي خو له بلې خوا یې دکابل اداره دې ته مجبوره کړې  ده چې ټولټاکنې وکړي، داپه داسې حال کې چې دټولټاکنودکمیسیون  ویاند ووېل چې موږ دڅلورمیلیونوپه  شاوخواکې کارتونه وېشلي  دي  دیادولو وړ ده چې نن سبا افغان نفوس له دېرشومیلیونوڅخه لوړښکاري نوپه کوم منطق به داڅلورمیلیونه هغه هم په ډېرو نوم اندو پسې ویشل شوي وګړي د دېرشو میلیونواستازیتوب وکړي؟
ــ له یوې خواولسمشري  ته  دنوم اندو شمېر له  څلوېښتو څخه  لوړ شوچې  دا پخپله  دګډوډي او ګلګلمیري  ثبوت دی  له بلې خوابه دولسمشري ټولټاکنې په هیڅ ډول افغان ولس ته سوله  رانه وړي  داځکه  چې راتلونکی ولسمشر که کرزی وي که کوم بل بیابه هم دکرزي  په ډول  هسې یوه نانځکه وي چې نه به سالم حکومت ولري اونه  حاکمیت،
په پښتون مېشتو سیموکې به داورلمبې لاپسې زیاتي شي، پښتانه به له زده کړې،بهرنیوبورسونواومهمو دولتي  څوکیوڅخه  د پخواپه  ډول محروم  پاته  شي هسې یوڅوپلورل  شوي  پښتانه به  د شمالي ټلوالې  داقتدار د ساتلو لپاره  په  څنګ کې ور سره ناست وي تر څودتېرو اتو کلونو په شان دشمال بدنامه  ټلواله  په ګدۍ سپره وساتي .
ــ دمالوماتوله مخې داسې ښکاري چې ولسمشري ته نوم اندوکسانوپخپلومینځوکې  د راتلونکې ادارې ځانګړې چوکۍ سره وېشلي دي داهم بربنډه شوې ده چې دشمالي ټلوالې پټ اومنلی کاندیدیوازې کرزی دی خوعبدالله یې هسې داذهانو داړولو په موخه  په  معرکه ورننیستی دی  . 
 ــ موږ باوري یو چې  راتلونکې ټولټاکنې  به نه تنها افغان غمېزه لا پسې اوږده کړي بلکې  هر یو چې  ولسمشري ته
رامخ  ته  شي هغه به بیا په  موږ بېوزلو باندې  راتاوان  وي، بیابه  هر یو بهرنی سیاستوال  له  خبرې  ښکته او پورته زموږ  په  سترګو راننوزي  چې  پلانی خودتاسوغوره ولسمشر دی پخپله مو ټاکلی، قانوني حيثیت لري سره له دې چې موږ دا تش په نامه ولسمشران لا له همدې شېبې څخه نه منو نو ځکه باید افغان ولس داغیر عملي او نامشروع ټولټاکنې تحریم او په خپل  همت  سره دسولې څرک ولګوي .
دپورتنیو دلایلو په وړاندي کولو سره  زموږ ملګري  دا لاندې  پرېکړوته ورسېدل :
۱ ــ موږ له خپل اتل افغان ولس څخه هیله کووچې دتاریخي افغانستان دبقأ اوخپل ځان دخلاصون لپاره ټولټاکنې تحریم  او ورسره جوخت  دکرزي دغیر قانوني دورې ټغر ورټول  کړي  .
۲ ــ دکرزي له ګوښه کېدو سره سم  باید یو داسې لنډمهال او ناپېیلی حکومت  رامینځ ته شي چې وسلوال مقاومت ته  دخبرو یوه رښتینې زمینه برابره کړي  .
۳ ــ موږ له نړیوالې  ټولنې څخه هیله کووچې دبې ګټو ټولټاکنوپه  ځای  دافغاني دودیزې لوې جرګې  په  رابللو کې مرسته وکړي، هغه لګښتونه چې په دې غیرعملي ټولټاکنوکوي هغه دې ددودیزې لوې جرګې په سمبالښت وکړي
چې له یوې خواخپل له لاسه تللی برم  یوځل بیاترلاسه کړي اوله بلې خوا زموږ ځورېدلي ولس ته سـوله  راستنه اود دوی خپل زامن هم له مرګه  څخه بچ  پاته شي .
۴ ــ لنډمهال ناپېیلی حکوت به  دلوې دودیزې جرګې په ترځ کې رامینځ ته کیږي چې دالویه جرګه به دپخواني دود له  مخې  رابلله کیږي نه  داوسني ناچل بنسټیز قانون  له  مخې چې  د ولایتي شوراګانو پلورل  شوي استازي به  بیا پکې ناست وي .
۵ ــ موږ له وسلوال مقاومت څخه په کلکه هیله کوو چې له خپلو لیکو څخه افغان دښمن عناصر څپوهي،دمقاومت اصول مراعت او له  نړیوالې ټولنې سره  دسیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو زمینه برابره کړي  تر څونړۍ  یوځل  بیا په دې باوري شي چې افغانان بېګناه او په ځانګړي  ډول بېګناه پښتانه  د پردیولخواد تپل شووجګړوقربانیان  دي  د
یادولو وړ ده  چې  پوره اوولــس ۱۷ کاله کیږي  چې زموږ د هېواد ټولې بهرنۍ سیاسي نماینده ګۍ دهېواد دښمنو ګوندونولکه جمعیت، وحدت، جنبش اوځینونوروپه ولکه کې دي چې دسپنتا په  دوره کې  تبعیض لاخپلې  وزرې پرې وغوړولې ځکه خوزموږ  د هېواد دکورنیو جریاناتو هغه  رښتینی تصویر بهرنیانو ته په ناسم ډول  ورښيي، په بهر کې د پښــتنودبدنامولولپاره هرډول ظالمانه  تبلیغ کوي، پښــــتانه  دطالب اوالقاعده  په نوم  بدناموي  چې  په حقیقت کې هم دنړېوالوپه سترګوکې خاورې وراچوي  اوهم ځانونه ورته له بل هرچاحق په جانب ښيي ځکه خو باید نړېواله ټولنه  دې  مهمې مسلې ته  جدي پاملرنه وکړي  .
۶ ــ موږ بهرمېشتي افغانان  خبر لروچې له ګاونډیوهېوادونوپه  تېره بیا له ایران سره  تر پرده لاندې یولړ داسې  پټ قراردادونه دبهرنیوچارودغیر قانوني وزیر (سپنتا) لخوالاسلیک شوي چې زموږ له ملي ګټوسره په ټکر کې دي،
له نوموړیوقرار دادونوڅخه نه افغان ولس خبر دی  او نه سپنتا کوم  قانوني کاري جواز لري ځکه  چې ولسي جرګې  رټلی خوهسې دی بې وسلې څوکۍ سالار دی له  همدې کبله موږ ټولوبهرنیوهېوادونو ته  خبر ورکوو چې له سپنتا سره شوي قراردادونه حقوقي حیثیت نه لري .
۷ ــ زموږ کولتوري ټولنه په کلکه دهالنډ دافغاني کولتوري ټولنې دسمپوزیم له پرېکړه لیک څخه ملاتړاعلاموي او دښاغلي  ډاکتر روستار تره کي دعالمانه نظریاتودرناوی او عملي کول غواړي . 
۸ ــ دبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه له هیڅ کوم سیاسي سازمان سره اړیکه اوخواخوږي نه لري، دخپلې ملي او ایماني وجیبې له مخې په زغرده دافغان ولس دنجات  اوسرلوړي لپاره نه ستړېکېدونکې هڅې کوي اوله  نورو ټولوافغاني کولتوري، ټولنیزو اوسیاسي کړیوڅخه  په کلکه  غوښتنه کوي  چې د تل  پاتې سولې، ملي ګټو، ملي یوالي  دساتلواوزموږ  دسپېڅلې خاورې  دتمامیت لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي نه  دڅو لنډ محالو ګوډاګیانو دتبلیغ لپاره .
۹ ــ زموږ کولتوري  ټولنه یوځل بیاله  ټولوباحساسو اوهېوادپالوافغانانو په ځانګړي  ډول له اتلوقلموالوافغانانو څخه هیله کوي  چې داتاریخي اومهمې  شېبې له لاسه څخه ورنه کړي، ددې تحمیلي ټولټاکنودتحریم لپاره سولیز لاریونونه، غونډې اومټنګونه وکړي، قلموال  ملګري خپل قلم  راپورته او یوځل بیازموږ  دولس  د غلیمانو تورې نقشې داسې په اوبولاهو کړي لکه  هغه  د سرشمېرنې (سرغوڅونې) تور ښامار مو چې  ټوټه ټوټه کړ .