زما د یو معزز مشر له قوله دوه مولوي صاحبانو خپلو کې خوږ مجلس کاوه. یوه مولوي صاحب هغه بل ته وویل: شه دې ونه کړل چې دا خپل زامن دې ټول باسواده کړل. دوهم ورته په حیرانتیا وویل چې ولې؟ علم څه فرض نه دی؟ علم د دنیا او اخرت د ټولو بریالیتوبونو عامل نه دی؟ لومړی مولوي صاحب ورته وویل: مقصد مې دا نه وو. تا خپل اولادونه وروزل، لکه میږې نرم شول. زما هغه همداسې لېوان پاتې شول. زما هغه به دې هم میږې کړې وای که نه نو اوس به دا لېوان ستا مېږې خوري.
عجېبه له حکمته ډکه خبره ده. که د یو هېواد ټول وګړي باسواده، متمدن او نرم نه شي، د یو څو ډاکترانو، ماسټرانو او لسانسه کسانو موجودیت په یو هېواد کې امنیت او ثبات او په یوه ملت کې روښانتیا نه راولي.
پخوانۍ ټولنې همدغسې تېرې شوې دي. یوه شډله، زیږه او انګیزه لرونکې طبقه به راغله، هېواد او نظام به یې ړنګ او چور کړ، ماڼۍ به یې وسېزلې او واکدران به یې ووژل. د نوو حاکمانو اولادونه به لږ نرم شول، د هغو سوزول شوو ماڼیو په اېرو به یې د نوې پاچهۍ او تمدن بنسټ کیښود، خو چې لږ به نور هم نرم او عیاش شول، بله زیږه او شډله ډله به پرې نازله شوه، هماغه کار به یې ورسره وکړ چې د دوی پلرونو له تېر تمدن او پاچهۍ سره کړی و.
لویدیځ دغه ستونزه حل کړه. د ملتونو (تقریباً) ټول وګړي یې باسواده کړل، ټولو ته اساسي خدمات ورکوي او د قانون حاکمیت په ټولو یو شان حاکم دی. ټولنیز توپیرونه پکې اوس هم شته خو د پرمختګ پر لور ټولو ته دروازې خلاصې دي. د ځوانانو لپاره یې د زده کړې، ورزش، ساعت تېرۍ او کار زمینې جوړې کړې دي، نو ځکه انقلابونو او ټکرونو ته لاس نه اچوي.
شرقیان به یې کله زده کوي؟