د آلمان د بایرن میشتو آلمانانو د ټولنې اعلامیه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بسمل
  • 1142

نن د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنې دحامد کرزي  د نوې کابینې د محکومېدو په پلمه خپله نوبتي غونډه په داسې حال کې وکړه چې  باور لرو دا ډول لاسپوڅي حکومتونه ،  مسخریي او څپڅپانې کابینې زموږ دکړېدلي هیواد اومظلوم ولس  کړاونه نه شي ختمولای  .
د یادولو وړ د ه چې زموږ دکولتوري  ټولنې غړو په پوره ځیرکتیا سره دسږ کال دجعلي، غیرطبعي او تحمیلي ټولټاکنو تحریم ته ځکه ولس را باله چې په جریان او انجام یې پوهېدو، تاسو ته به هم دځینولوېدیڅوالو په تېره بیا دواشنګټن،لندن او فارس دبد نېت، سپین سترګي اولاسوهنوچې کرزی یې ژړاته رارسولی وشاهد یاست .
پورتنیومغرضینو زموږ دهیواددتجزې لپاره غبرګ عبدالله ته ښه ډېر بنګ ورکړي ووځکه خوموږ  دګران هیواد دنجات په خاطر دټولټاکنودوهم پړاو ته  په خپلواعلامیواو رادیویي تبلغاتوسره ولس وهڅاوه چې په ټولټاکنو کې  دکرزي په ګټه برخه واخلي تر څو دښکېلاکګرو دا توره نقشه په اوبو ویسو.
افغان قدردان اواتل ولس هم په مېړانه  سره د دوهم پړاو ټولټاکنوته ځان تیار کړ چې په نتېجه کې یې په مغرضو لویدیځوالواوجنګي جنایتکارانوباندې درنه  زلزله راوسته  چې بیاغبرګ عبدالله داهرڅه  په خپلو ځغاستو کې تمثیل کړل .
افغان ولس په خپل زورسره کرزي ته ډکر وګاټه خو افغان دښمن کرزي دادی بیا دولس له پاک نېت سره جفا وکړه له همدې کبله مو زموږ په نننۍ غونډه کې دحامد کرزي نوې خطرناکه لوبه په لاندې جملوسره محکومه کړه :
۱ ــ حامد کرزي په داسې حال کې یوځل بیاله ولس سره جفا وکړه چې ولسي څپې  له غبرګ عبدالله څخه لار ورکه اوپه سوړوننېست، همدې اتل ولس حامد کرزي  ته دوهم ژوند ورکړخوهغه بیا هم  دجنګي جنایتکارانو په تېره بیادنظارد کرغېڼنې، محکومې، جنایتکارې او هیواد پلورونکې شورا په خوښه  لوبه پیل کړه .
۲ ــ حامد کرزي  پخپله کابینه کې بیا هم داسې کسان  له  ځانه  تاو کړي دي چې د ملي ګټو او ویاړونو هیڅ  پروا نه لري لکه  دایران په ځنځیر تړلي مخدوم رهین چې دا ځل به بیا زموږ دفرهنګیانو ترمینځ ستر درځونه واچوي .
۳ ــ حامدکرزي په داسې حال کې دخپلو ټاکنیزو دلالانو په خوښه کابینه برابره کړې چې  په حقیقت کې یې کرزي ته هیڅ هم نه دي کړي لکه بډېخور تورن اسمعیل او ځینې نور .
۴ ــ حامدکرزي  ترپرده لاندې داځل بیا هم هغه ستمي اوایران  تړلي (سپنتا) ته غېږ پرانیستې ده  کوم چې زموږ دهیواد دنړیوالې څېرې  دبدنامي لپاره نا اهله  شمالي ټلواله  په سیاسي نمایندګیوکې لا پسې ونازوله .
۵ ــ کرزي  د خپلې کابینې لیست  دهغې  ولسي جرګې هوکړې  ته لېږلی کومه چې له اخلاقي اوحقوقي اړخه هیڅ ډول مشروعیت نه لري داځکه چې داتش په نا مه ولسي جرګه  هم زموږ اتل ولس رټلې او هم یې  مشر لوی جنګي جنایتکار دی .
۶ــ کرزي د تاریخ په وړاندې ځانمرګی عمل وکړ ، هغه ولس ته بیا هم رښتین ونه  خوت، دا وروستۍ دوره  به  یې هم تېره شي خو د ژوند تر پایه پورې به افغان ولس ته مخ ونه لري داځکه چې ولس ته  دښکېلاکګروموخې نه څرګندوي، ځان  ولسمشر  بولي  خو په حقیقت کې  نه د خپل هیواد د ځمکې  اونه فضأ واک لري  بس په څلورو دېوالونو کې حصار دی (پهلوان زنده خوش است )
۷ ــ زموږ   په  غونډه کې یوشمېر هغه ډالرمین ژورنالستان وغندل شول کوم ځیني چې په امریکا غږ ، بي بي سي او ازادي  رادیوګانوکې  تیلیفوني بحثونه  ترتیبوي، دوی  هغه  تیلیفونونه بندوي کوم چې دولس دردونه پکې اضهاریږي  دا ښاغلي دې په دې پوه شي چې تل به نه ادم خان وي او نه به یې دا سپېره اوښان وي  دا ژورنالستان افغان ولس او تاریخ  ته محکوم  دي،  افغان ولس به  یې پخپلو کلیو او بانډ‌و کې یوه شېبه هم پرې نه ږدي .
مـلاتړ :
زموږ کولتوري ټولنه  دلوې پکتیا دمدنیي ټولنو دهغې نننۍ غونډې څخه ملاتړ کوي  په کومه کې چې  دکرزي مصلحتي کابینه وغندل شوه .

دجرمني  په  بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنه