کډوالي - عبدالغفور لېوال

کډوالي - عبدالغفور لېوال


  • 1 کال دمخه (05/11/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 506

کډوالي، مهاجرت، تبعید، لېږد او جلاوطني د بشریت لرغونې هڅه، درد، رنځ او تجربه ده.

 اسماني ادیان وايي: د بشریت پلار حضرت آدم او مور یې بي‌بي حوا له جنت څخه زمکې ته راولېږدېدل، هستي له تبعید و کډوالي پیل شوه.

بشرپېژندونکي وايي،لومړني هوښمن انسانان (هوموساپین) له افریقا لویې وچې مخ په منځني ختیځ او له هغه ځایه د نړۍ نورو سیمو ته و کوچېدل. 

آرین‌پوهان وايي زموږ آریايي نیکونه د سایبېریا له سهیل څخه کوکاس او بیا له منځنۍ اسیا مخ په جنوب راتېر شول او چې له آمو راواوښتل د افغانستان له لارې د هیند تر شمال او بیا روسته تر پارس و مدیترانې پورې وپنځېدل. 

بني اسرائیل له شاوخوا تېرو څلورو زرو کلونو په نړۍ کې سرګردانه ول او له هرهېواده شړل کېدل.

 

افغانان پخوا د ګټې وټې لپاره هیندوستان ته تلل. 

 

تاریخ او بشرپوهنه یې راته وايي، چې د کډوالۍ لاملونه ګڼ دي: اقلیم، د خوړو، اوبو، کار، زمکې او ورشوګانو پلټنه، جګړې، ناروغۍ، ايډیولوژي و سیاست ټول د دې لامل شوي، چې انسانان کډوالۍ یا تبعید ته اړ شي. 

 

د محمد داود خان د جمهوریت کلونه وو، چې په نړۍ کې د سړې جګړې نغاره ډنګېده او په شور کې یې لومړني افغانان د نړیوالو دسیسو له امله پاکیستان ته واوښتل. روسته بیا د شوروي پلویو کیڼ اړخو له اوښتون سره دا بهیر پیاوړی شو او د شوروي له یرغل سره يې د افغانستان د بشري انډول ملا ورماته کړه. پاکیستان او ایران ته سیاسي - ايډیولوژیکه کډوالي د افغانستان په یوه بنسټي، اوږدمهالي، بدمرغۍ‌زېږوونکي ناورین بدله شوه. 

دا کډوالي ګاونډیو ته لنګه غوا او افغانستان ته د خښمېدلي غوايي ښکر شو. 

دغو کډوالیو ته د سیاسي حب و بغض له نظره نه، له علمي، انتروپولوژیک او تاریخي لیدلوري کتنه ښيي، چې په تېره نږدې نیمه پېړۍ کې په دوو دوښمنو ګاونډیو کې د افغان کډوالو شتون د افغانستان په زخمي ګوته بدل شو او دغه زاولن زخم دوښمن ته خوښي او افغانستان ته درد و رنځ وروباښه. 

د دغې کډوالۍ څو بدمرغه اړخونه: 

 

- دوښمنو په مجبورو او بېوزله کډوالو کې د وطن د مینې (حُب الوطن) د وژلو پرېمانه هڅې وکړې. دوی یوازې افغان واکمنۍ نه، بلکې ټول افغانستان او هر افغانستان‌مېشتی هېوادوال (کافر) کړ، ملي شتمني يې (غنیمت) ونوموله او پر افغان یې د افغان وژل واجب کړل. دوی د کډوالو غوږ ته ور پو کړل، چې:  (!Kabul Must Burn) کابل باید وسوزي!

 

ـ دوښمنو ګاونډیو په ایډیولوژیکو - استخباراتي چل و فرېب د بېوزله افغان ماشومانو، زلمیانو او ځوانانو ترمنځ اغېز دومره زیات کړ، چې په کوشنۍ مغزمینځنه یې له دوی څخه وړیا سرتیري جوړولای شول. 

 

ـ د دوښمنو ګاونډیو اراده دا وه، چې خرافات، دروغ، غلا، تښتونې (اختطاف)، ناموسي تیري، پرمخدراتو روږدتیا، قتال، جعل، قاچاق، د پاټک و ټوپک فرهنګ  په خورا ګواښمنو استخباراتي تکنیکونو د کډوالو ترمنځ عام او بیايې افغانستان ته رادننه کړي.

 

ـ د افغانستان اقتصادي څرخ د بشري ځواک د ناانډوله بدلون له کبله مات شو. 

 

ـ  افغاني غرور، د هویت حس، تاریخي ویاړ، ملي یووالی او نور وطني ارزښتونو د ګاونډیو د ورځني سپکاوي، تحقیر او توهین له کبله د باد بڼکه شول. (ملي) ارزښت تکفیر شو، قومي شخړې یې چاغې کړې، کورونه یې کورکي کړل، لسګونه مذهبونه یې وپنځول، یو اسلام یې په سلو لارو روان کړ. 

 

او داسې په زرګونو نورې بدمرغۍ له دغې سیاسي - ايډیولوژیکې کډوالۍ سره ملګرې وې. 

په دې کې زموږ ملت هېڅ ملامت نه دی، بلکې افغان ویاړلی ملت د دې ټولو دسیسو قرباني دی. 

دا کډوالي لکه یو په بدو اوښتی اغزی یا پړسېدلی چینجن غاښ له ایستلو پرته بله لاره نه لري. د دې اغزي یا غاښ ایستل به اوس درد ولري، خو که ټول افغانان له دې دواړو هېوادونو راپه کور شي، راتلونکې به یې روښانه وي. 

هغه بشري درد، رنځ، سختې او ناخوالې، چې همدا اوس په راشړل کېدونکیو افغانانو روان دي د تیږې زړه هم ورته چوي، خو هیله ده ټول ملت پوه شي، چې د ګاونډ دغه دروغجن (انصار) ریښتیا څوک او موخې یې څه وې؟؟؟

 

کاشکې په وطن کې یوه خدمتګاره، متخصصه، ولسواکه، مشروع، په رسمیت پېژندل شوې او له نړۍ سره په تعامل بلده واکمني وای، چې د هرې راستنې شوې کورنۍ نجونې یې ښوونځي، ناروغان یې درملو او وږي و وزګار یې کار و ډوډۍ ته رسولي وای. 

پېښې غمجنې دي، خو که دغه ژوبله ګوته د دوښمن د څټک و سندان له منځه راوایستل شي، ګوره که په ملت کې (ملي) حس پیاوړی کړي، راویښ شي، هوښیار شي، د ډېر درد یا غوسې له تاوه ودریږي او په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره خپل (بشري حق) په پخه اراده وغواړي. 

 

خدای خو مهربان دی.