په تاجکستان کې د هرات د امنیتي کنفرانس په هکله معلومات

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي کنفرانس په هکله معلومات


  • 1 کال دمخه (29/11/2023)
  • بصیره وزیري
  • 388

د یو ګډون کوونکې په توګه لازمه ګڼم چې د هرات امنیتي کنفرانس په اړه په ځینې موضوعاتو باندې رڼا واچوم. ډیرې وخت افغانان اکثره د معلوماتي خلا په درلودلو سره ناسم قضاوت کوي. همدې نا سمو قضاوتونو، د افغانانو ستونځې ورځ تر بلې پیچلې کړیدي.

 

د هرات امنیتي کنفرانس د کرزي صیب په وخت کې پیل شو او هر کال به دا کنفرانس په هرات کې دایریده. دا کنفرانس یو علمي او نیمچه سیاسي شکل درلود چې د أفغانستان، سیمې، اروپا، امریکا، هند او نورو هیوادونو نه لوړ پوړو چارواکو او د علمي او فکري ادارو (Think Tanks) متخصیصینو ګډون کاوه.

 

په افغانستان کې د وضعیت د تغیر په اساس، د هرات امنیتي کنفرانس پروسږکال په تاجکستان کې دایر شو ځکه  د ویزو او ځینې سیاسي ملحوظاتو له امله، دا کنفرانس په اروپا، امریکا او نور هیوادونو کې نشو دایر کیدلې. که څه هم په تیرو لسو کلونو کې ما په دې کنفرانس کې برخه درلودله خو پروسږکال برخه وانخستله.

 

 

 

د جمهوري غوښتونکو خوځښت او هم د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت چې د پنځو سیاسي جریانونو ائتلاف دی، په دې باور دی چې د أفغانستان ستونځه د نیابتي جنګونو له امله نشي حل کیدلې او هم د قدرت انحصار او د نفې سیاست په أفغانستان کې دوام نشي کولې. افغانان ټول باید د تیرو ترخو تجربو نه درس واخلي او د راتلونکې لپاره باید په نوو تګلارو او روایتونو فکر وکړي. مونږ په أفغانستان کې د ولسواکۍ په بنیاد قانونمند او مشروع نظام غواړو چې ټولو افغانان، ښځې او نر،  د ژوند، تحصیل، بیان ازادي او د هیوادو په مهمو پریکړو او حکومتولې کې رول ولري. په دې خاطر مونږ د ټولو ذیدخلو سیاسي جریانانو او افرادو سره چې بیلابیل نظریات د افغانتسان د راتلونکې لپاره لري، د یو معنی داره بین الافغاني خبرو اترو او بحثونو لپاره حاضر یو. ډیالوګ،‌ خبرې اترې او بحثونه  همیشه د هغو ډلو او کسانو تر منځ کیږي چې متفاوت نظریات لري تر څو متوسطه لاره د ستونځو د حل لپاره پيدا کړي. هغه کسان چې أفغانستان او ځینې منل شوي ملي ارزښتونه د أساسي قانون په أساس نه مني، د هغوي سره مونږ سر و کار نه لرو.

 

 

 

سږکال چې بیا د هرات امنیتي کنفرانس ته وبلل شم، نو ډاکتر صیب مرادیان ته مې ولیکل چې تیر کال ډیرو کسانو نیوکه درلوده چې ولې ملي سرود ونه غږول شو او په عوض یې یوازې د دري ژبې مشهوره ملي سندره که څه هم څو لسیزې پخوا ثبت شوې وه،  وغږول شوله.‌ تاسي‌ کولې شول چې د پښتو ژبې ملي سندره هم غږولې وې. که څه هم ملي سندرې د ملي سرود ځای نشي نیولې. ځکه داسې کړنې حساسیتونه راپاروي. دا چې په مونږ په ولسواکې او جمهوري ارزښتونو باور لرو، ملي ډیالوګ همدې ته وایي چې هم د نورو خبرې واورې او هم خپل نظر او موقف د نورو سره شریک کړې نو زه هم باید د خبرو وخت ولرم. که څه هم پخوا ما د هرات امنیتي ډیالوګ په کنفرانسونو کې د خبرو ونډه درلوده خو دا ځل مې د سیاسي تشویشونو له امله خاصه غوښتنه وکړله.

 

ډاکتر صیب مرادیان راته ولیکل چې دواړه غوښتنې منو او تاسي راشئ. د خپلې ویبپاڼې له لارې اجنډا یې نشرکړله او ملي سرود پکې شامل و.

 

د خپلو ملګرو سره په مشوره تصمیم ونیوه چې دوشنبې ته لاړ شم. د ځینو لوژیستکي ستونځو له امله،‌ د کنفرانس په لومړۍ ورځ ناوخته ورسیدم او د کنفرانس لومړۍ برخه رانه تیره شوې وه. ملي سرود نه و غږول شوې خو په عوض یې پښتو او دري ملي سندرې، ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما او هم وطن عشقی تو افتخارم، غږول شوې او ملي بیرغ  هم هلته رپیده.

 

د کنفرانس په وقفه کې، ډاکتر صیب مرادیان او ډاکتر صیب سپنتا سره مې خبرې وکړې او هغوي راته وویل چې تیر ماښام، د تاجکستان حکومت د دې مانع شو چې ملي سرود مه غږوې ځکه دا علمي کنفرانس دی. په داسې حال کې چې د ډیرو لرو ځایونو نه ګډون کوونکي دوشنبې ته رسیدلې و، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلې و که ملي سرود غږوې نو کنفرانس نشي دایرولې. ډاکتر صیب مرادیان راته د څو نورو دوستانو مخکې هغه مسیجونه هم راښکاره کړل چې د دوي او د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزارت تر منځ تبادله شوې و. د مسیجونو په لیدو سره، زما قناعت حاصل شو چې تاجکستان په دې هکله جدي و. بیا ډا کتر صیب سپنتا د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې کړې وې چې ملي بیرغ به خامخا وي او په عوض به ملي سندرې غږول کیږي.

 

په هر حال، ډاکتر صیب مرادیان او ډاکتر صیب سپنتا خپله وسه کړې وه او ملي بیرغ یې هم د ډیرو بحثونو او خبرو نه روسته په دوی منلې و. ډاکتر صیب سپنتا د سوال و ځواب په یوه بحث کې وویل چې د دې لپاره خراسان او ایرانستان مهم نه دی او یوازې أفغانستان مهم دی. که أفغانستان نه وي نو هیڅ دې نه وي. دا چې یو هیواد، مشروع او قانونمند حکومت ونه لري، بهرنیان ورته خامخا په درنه سترګه نه ګوري او افغانان په داخل او بهر کې د ډیرو ستونځو سره مخامخ کیږي.

 

په خپلو خبرو کې ما په واضحه توګه دوی ته وویلې چې د پروسږکال په نسبت، سږ کال ملي بیرغ رپيده او هم په پښتو او دري ژبو، ملي‌ سندرې وغږول شوې امید دی چې بل کال ملي سرود هم وغږول شي. همداشان د دې لپاره چې د کنفرانس بحثونو نه زیات افغانان ګټه پورته کړي، ښه به دا وي چې د پښتو ژبې ترجمان هم ولري او ټول کنفرانس په پښتو او دري ژبو په ترجمو سره په مخ لاړ شي. ما په دې خبرو تاکید وکړ چې د افغانستان مشکل یوازې د یو معناداره بین الافغاني ډیالوګ له لارې حل کیدلې شي او جنګ د مسایلو د حل لار نه ده. له بده مرغه، طالبانو او په کل کې افغانانو او همداشان د أفغانستان ګاونډیانو او نور هیوادونه چې د أفغانستان په مسایلو کې ذیدخله دي، د تیر تاریخ او ناکامو تجربو نه څه نه دي زده کړي او ټول کوښښ کوي چې ناکامې تجربې بیا تکرار کړي.

 

د افغانستان مشکل په زړو فکرونو، روایتونو او زړو تګلارو نشي حل کیدلې. د اساسي قانون په درلودلو سره د ولسواکې نه بله لارنشته. ځکه د قدرت انحصار او د نفې سیاست د افغانستان د ټولو ستونزو سرچینه وه او ده. په إسلامي او غیر إسلامي هیوادونو په منځ کې او همداشان د صدر اسلام په وخت کې هم د طالبانو د استبدادي حاکمیت مثال نشته. پیغمبر د خدای خلکو لیدلې شو خو د دوی امیر حتی د دوی وزیران هم نشي‌ لیدلې. که طالبان او یا نورې ډلې بیا د قدرت په انحصار او د نورو د نفې په سیاست ټینګار کوي، پایله به یې بیا د نیابتي جګړو دوام وي چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي. په نیابتي جګړو کې نه د افغانانو خیر شته او نه د نورو هیوادونو. که طالبان او هم نور افغانان خپل تګلارې ته تغیر ورنه کړي او یو معنی داره ډیالوګ ته زمینه مساعده نشي نو د سعدي صیب شعر دی چې وایې:

ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی

این راه که تو میروی به ترکستان است

لیکنه: شاه محمود میاخیل