پسرلى مجلې د ژورناليزم دوه اونيز وركشاب پيل كړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جاويد څلى
  • 1262

په بلخ ولايت كې د پسرلي درې مياشتنۍ مجلې له خوا د ژورناليزم دوه اونيز وركشاپ د مرغومي په لومړۍ نېټه پيل شو.
په وركشاب كې د بلخ ولايت د ادبي بهيرونو په لسګونو ځوانانو برخه واخيسته.
له شماله د خپرېدونكې مجلې پسرلي، مسوول مدير ذبيح الله احساس وويل چې دغه وركشاب به دوه اونۍ دوام وكړي چې په ترڅ كې به يې د خبر او فيچر په اړه ګډونوالو ته ښوونه وشي.
نوموړي زياته كړه چې وركشاب يې د ژورناليزم په برخه كې د بلخ ولايت د ادبي بهيرونو د ځوانانو د پوهې د كچې د لا پياوړتيا په موخه پيل كړى دى.
د وركشاپ يو تن ګډونكونكى د ام البلاد ادبي بهير غړي اسدالله نوري، چې د نوبهار بلخ راډيو وياند دى وويل، چې وركشاپ ورته ډېر ګټور بريښي.
هغه زياته كړه، چې په وركشاپ كې به د خبر او فيچر په هكله پوهېږي، چې وړاندې پرې لږ لږ پوهېده.
نوموړي د پسرلى مجلې له ادارې څخه د مننې تر څنګ زياته كړه چې دا لومړى ځل دى چې په داسې يو وركشاب كې برخه اخلي.
د وركشاب يو بل ګډونوال د مومند بابا ادبي بهير غړي  او د نهاد راډيو كاركونكي ضمير سار وويل، چې د خبر او فيچر په هكله يې پخوا هم په وركشاپونو كې برخه اخيستې.
 خو نوموړي زياته كړه، چې دا ځل به يې په اساسي ډول زده كوي.
ذبيح الله احساس وويل، چې دا د پسرلي مجلې له خوا لومړى وركشاپ دى، چې دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په مرسته يې د ژورناليزم په برخه كې يې پيل كوي.
پسرلى مجله د څلورو كلونو را په دې خوا د هېواد له شماله د درې مياشتنۍ سياسي مجلې په بڼه خپرېږي، چې تر دې دمه يې شپاړس ګڼې چاپ شوي او اوولسمه ګڼه به يې په نږدې موده كې له چاپه راووځي.