امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان: نوی حکومت دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان: نوی حکومت دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي


  • 2 کاله دمخه (28/05/2022)
  • سمسور
  • 722

سمسور (۷غبرګولی۱۴۰۱) امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان پر اوسني حالت بحث کړی دی. 

د رسنیو د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په واشنګټن کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشر سره کتلي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، په لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نوي حکومت یې د بشري حقونو د رعایت او د ژمنو عمل کېدو غوښتنه یې کړې ده. 

دواړو لوریو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده، چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره پر کړیو ژمنو عمل وکړي او انساني حقونو ته دې درناوی ولري. 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم نړیوالو په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین غوښتنه کړې ده؛ خو نوی حکومت بیا وایي، چې د دوی په حکومت کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.