اسراییل: لبنان دې د حزب الله ډلې مخه ونیسي

اسراییل: لبنان دې د حزب الله ډلې مخه ونیسي


  • 11 مياشتي دمخه (28/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 389

د اسراییل د کابینې یوه غړي له لبنان څخه وغوښتل چې د اسراییل پر شمال د حزب الله د بریدونو مخه ونیسي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز جنرال هرتسي هالوي پرون د لبنان په جنوب کې له حزب الله سره د اسراییلي ځواکونو د نښتو زیاتېدو ته په اشارې وویل چې پوځ یې په لوړه کچه پوځي تیاری نیولی دی.

هالوي دا څرګندونې د خپل پوځ د شمالي څانګې د قوماندانۍ د کتلو په مهال وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي رسنۍ وايي، روانه اوونۍ د دوی پر خاوره د حزب الله بریدونه زیات شوي دي.