ملګري ملتونه: پر زاپورژیا اټومي بټۍ برید به د اټومي پېښو ګواښ زیات کړي

ملګري ملتونه: پر زاپورژیا اټومي بټۍ برید به د اټومي پېښو ګواښ زیات کړي


  • 8 مياشتي دمخه (09/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 255

پر زاپروژیا اټومي بټۍ د یکشنبې ورځې تر برید وروسته؛ د ملګرو ملتونو د اټومۍ انرژۍ نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اوکراین په زاپورژیا اټومي بټۍ ډرون برید د یوې لویې اټومي پېښې د رامنځته کېدو ګواښ ډېر کړی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دې وړاندې هم په پرلپسې ډول د دا ډول بریدونو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغې ادارې مشر رافائل ګروسي ویلي، د یکشنبې ورځې ډرون برید د دې بټۍ پر وړاندې بې غوري او د خوندیتوب پر وړاندې یې جدي ګواښ دی.

روسیه ادعا کوی چې برید اوکرایین کړی، چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي،‌ خو اوکرایین په دغه برید کې لاس لرل ردوي.

د ژاپورژیا لویه بټۍ چې اوس روسیې لاندې کړې ده، د اوکرایین او روسیې تر منځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته ده.

د اوکرایین په سویل کې د زاپورژیا اټومي بټۍ د اروپا په کچه تر ټولو لویه بټۍ شمېرل کېږي.