نن سبا بې شمېره رسنۍ لکه ټلویزیون، راډیو، مجلې، ورځپاڼې، په ټوله کې برقې او چاپی رسنۍ په افغانستان کې فعالیت کوي، چې له بده مرغه هیڅ ډول معیار په پام کې نه نیسي او په خپل سره او د خپل تجارت د پرمختګ په موخ خپرونې کوي، په هغو ځایونو کې چې برېښنا شته، بې شمیره ماشومان خپل ډېر وخت د ټلویزیون په نندارې تېروي.
د بېلګې په توګه د نړۍ ماشومان د ژوند له لمړیو نه ټلویزیون ګوري، یو شمېر پوهان وایی چې له (06 ) میاشتني نه ورورسته ماشومان ټلویزیون ګوري او په (2) یا (3) کلنۍ کې تر ټولو ښه لیدونکی جوړېږي. چې په شپه ورځ کې په منځینۍ کچه ( 4()) ساعته، په اونې کې( 28 ) ساعته، په کال ( 2400) ساعته او (18000) ساعته د لیسې تر پای ته رسېدو پورې. حال دا چې له وړکتو نه تر لیسې پورې په ښونځي کې، ترې دې لږ ساعتونه تېروي. چې دا کچه زموږ په هېواد کې خورا لوړه ده.
ایا ټلویزیونی پرګوګرامونه ښونیز دي؟
که څه هم چې د ټلویزیون د نندارې پرې مهال ماشومان هیڅ ډول عملي کار لکه منډې وهل، لوستل، لیکل، او دا ډول نور نه تر سره کوي، خو د ټلویزیون د نندارې پر مهال د زده کړې په دوران کې وي، حقیقت کې ټلویزیون د زده کړې ماشین بلل کېږي، د ماشومانو ارواپوهان وايي:
ـ له ټلویزیون، نه د زده کړې کچه له ښونځي نه خوار ډېره وي، که وغوړﺉ او که ونه غواړﺉ ټلویزیون ښوونیز دی.
ماشومان څه شی ګوري؟
په نورو هېوادونو کې ټلویزیونونه د ماشومانو لپاره ځانګړنې خپرونې لري، چې د ماشومانو لپاره خورا ګټورې وي، ځینې دغه خپرونې د تفریحی او تعلیمی ګډ ترکیب وی، چې ماشومانو رنګونه، شخصیتونه، تصویرونه، سیمې، خبرې، لغات او دا ډول نور څه ترې زده کوي، ټلویزیون دی چې ماشومام کنج کاوه کوي. دا ټول لکه ښونځی او ښونکی له ماشومانو سره مرسته کوي. ټلویزیون په وړې ښېښې د ښونځي په څېر د ښونې او روزنې تر ټوله ښه وسیله ده، ځکه چې په ټلویزیون کې له وینا سره، سره تصویر هم شته، چې کولی شي له ماشومانو سره هم د ذهن او هم د سترګو تماس وساتي، دا ډول بې شمېره نورې ګټې هم لري. خو کېدای شي ووایو چې ماشومانو ته تر ټولو خطرناکه وسیله هم ده، په تېره زموږ د هېواد ټلویزیونونه چې هیڅ ډول معیار او اصول په پام کې نه ساتي، زه یو پینځه کلن ماشوم پېژنم چې په کابل کې ژوند کوي، هغه په پینځه کلنۍ کې د شعر او کیسې په نامه تورې جوړول او بېلګه یې په انټرنټ کې هم شته، خو کله چې کابل څلور ویشت ساعته برښنا راغله نو دغه ماشوم له هرڅه نه لا واخیست او خپل ټول وخت د ټلویزیون په کتل تېروي، دا ځکه چې ټلویزیون له ماشومانو نه په ډېرې اسانۍ ذهني فعالیت اخلي، ځکه چې سترګې، ذهن او ټول پام یې ټلویزیون ته وي. همدا ډول زموږ د هېواد په رسنیو کې مخکې مې هم یاده کړه، چې هیڅ ډول معیار په پام کې نه نیسي دا ډول خپرونې خپروي چې ماشومانو ته د نوروزیانونو تر څنګ د وېرې او ډار ستونزه هم پیدا کوي، تاسو به هغه ماشومان چې تل ټلویریون ګوري لیدلي وي چې، د بهر دنیا یا چاپېریال او له ماښام نه ورورسته د وېرې احساس کوي. یوه ورځ مې له څو ماشومانو سره مرکې کولې، ما ترې پوښتنه وکړه چې تاسو له څه شي نه ډېر وېرېږﺉ؟ یو ماشوم بې له درنګه راته وویل چې له طالبانو نه، ځکه چې د خلکو سرونه پرې کوي، بل ماشوم وویل چې له امریکایانو نه، دا ټول یې په ټلویزیون کې لیدلي و، که زموږ د هېواد ټلویزیونه دا ډول خپرونې خپرې کړي، حقیقت کې موږ له بل بحران سره مخ کېدونکي یو او ټولنې ته به روغ ماشومان وړاندې نه کړو، پکار ده چې خپلو ماشومانو ته د ټلویزیون د نندارې لپاره مهال ویښ جوړ کړو.
ایا راډیو ماشومانو ته ګټوره ده؟
که راډیو هم زموږ د هېواد د ټلویزیونونو په څېر خپرونې وکړي نو ښکار ده چې نه، خو اغیزه به یې لږه وي، ځکه چې د ماشومانو د درک او پوهېدو ځواک ډېر پیاوړی نه وي، یواځې په خبرو یې سر نه خلاصیږي، خو که د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونې ولري بیا نو ګټه یې که له ټلویزیون نه ډېره نه وي لږه خو په هیڅ صورت نه ده، ځکه چې راډیو یوازې اوریدل کیږي، تصویر نه لیدل کیږي، که له یوې خوا د ټلویزیون لیدل ماشومانوته ګټه لري نو له بلې خو انه د راډیو تصویر نه لیدل ماشومانو ته خورا ډیره ګټه لري، ځکه که ماشومانو په راډیو کې راډیویی کیسه اوري، نو له واره یې ذهن په فعالیت پیل کوي، د کیسې یا ډرامې کرکټر ته جامې ور اغوندي، څیره ورته جوړوي، ځای تصور کوي او جوړوي یې، ټوله کې د خپرونې تر پایه د ماشوم ذهن فعالیت تر سره کوي، دا ول راډیو لکه ټلویزیون معتادي نه لري، ماشوم که هر وخت وغواړي ګولولی یې شي. راډیو د ماشومانو د تجسس قوه پیاوړې کوي و نوښت پکې روزي.
د ماشوم روزل سخت کار دی خو، پایله یې خوږه وي.