د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او مرستو رسولو کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۹۸ کورنۍ راستنې شوې دي.
یاد کمېسیون په پروني راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام قلعه، د نیمروز د ورېښم پل او د کندهار د سپین بولدک له سرحدي لارو په اختیاري او اجباري توګه له یادو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
په راپور کې لیکل شوي، چې د یادو کورنیو له ډلې له ځينو کورنیو سره نقدي مرسته شوې او یو شمېر نورې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه کورنیو او بهرنیو سازمانونو ته ورمعرفي کړې دي.