سرپرست حکومت د میرضایف د څرګندونو هرکلی کړی

سرپرست حکومت د میرضایف د څرګندونو هرکلی کړی


  • 1 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 100

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د هغو څرګندونو هرکلی، چې د ازبکستان هېواد جمهور رئیس شوکت میرضایف ویلي، افغانستان باید هېر نه شي او رغنده خبرې دې ورسره وشي. 

فطرت تازه په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، چې دوی د ازبکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او زیاته کړې یې ده، چې له ازبکستان سره یې سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې تر بل وخت زیاتې شوي دي. 

که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو یاد هېواد یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له سرپرست حکومت سره یې اړیکې نظر نورې نړۍ ته ښې دي. 

فطرت دا هرکلی داسې مهال کړی، چې تېره ورځ میرضایف د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پارلمانونو د اتحادیې په ۱۵۰مه غونډه کې ویلي و، چې افغانستان د دوی ګاونډی هېواد دی او باید رغنده خبرې ورسره وشي.