د شپې په مټ

2020-09-21

دا  څنــــګه ميخــــا نـــه ده هـــر يو يار پـــه کـې ويـــده

ســاقــــي بس په کې ويښ ناست اوخمار په کې ويده

 

څــه ښکلی نن سپوږمۍ سر ايښی بيا د شپې پر مټ

ويــالــه کې ستوري ډوب ډوب او سهار په کې ويده

 

وې  کومې  نه  راځـــې مــــا وې لـــه  هغې  چې  هورې

پر لوېشت لوېشت  جــبر جــبر او اختيار په کې ويده

 

خزان  په  کې څپې وهي نيــــم ځـــالي څـــانــګې وړي

داخــــړ کــــلی زمـــــا دی  دا بهــــــار پــــه کـــې ويـــده

 

دا چــــا وې دنيــــا منــــډه  ده؟ پـــه ټـــنـــډه ده اشنـــــا

نــــاپــــوهـــــــه پـــه کې ځغلي اوهوښيار په کې ويده

 

تـــرې اخــــله بېکسياره خوله څو شونـــډې خوځــوي

څــــپې وهـــــي انــــــکار پـــه کې اقـــــرار په کې ويده