غزل

2020-09-21

د خيال يوه څــــپه راشــــي د بـــاد يـــوه څپــه شي
مــــوږ دواړه غـــــرفېدلو چې را ياد يوه څپه شي

د مينــــې سمنـدر چې کړي د هجر سيلۍ لاندې
منزل ته يوه و رســـــي بـــــــربــــاد يــــوه څپـه شي

وران کړى دا وطن خو دى بې شمېره سېـلاوونو
حيران يمه چې ولــــې قلـــمداد يــــوه څپــه شي؟

د مېږو، د کيږديو، د اوښانو بوى چــــې راوړي
را پېښه داسې کله به د باد يـــــوه څــــــپه شــــــي

له زړونو نه چې مينې بېکسياره! کـــډې وکـړي
مېشته شي پکې کرکې او اضداد يوه څپه شــي

کيسه د ژوند لا هسې شاړه او دا جړ خــــوبـــونه
ځه چې ويده شو، زه ته دواړه او دا جــــړ خوبونه

همدا نن راشه که تعبير يې شې خـــو نه چې سبا
سبا بيا ما له خدايه غواړه او دا جړ خـــوبـــونـــه

اشنـــا چـــې تــه ماته يې دغه دوه ډالۍ را ډالۍ
پاس په باڼه اوښـــکه ولاړه او دا جــړ خـــوبــونـه

لېونى خيال مې بيا د کــــوم سمندر تل ته کاږي
دغه د زړه خونه ويــــجــــاړه او دا جـــړخــوبــونـه

د بېـــکسيار لــــه مـــرگه وروسته ورثه به د چا؟

د گــــرېـــــوانــــه څــــيرې ريتــــــــاړه او دا جـــــړ خـــوبــونه