افغان ته خطاب

2020-09-21

چي د قوم په ننګ راپاڅيد خوشحال خان شو

ننګيالی د زماني شو ستر افغان شو

په  يوه  لاس  کي  قلم په  بل  کي  توره

د جګړي او سولي دواړو قهرمان شو

اکبر خان،مسجدي خان که ايوب خان ؤ

شهامت  يي  د  ملت نوم او نښان شو

دښمنان د خپل وطن يي په ګونډو کړه

شجاعت يي ستر وياړ د هر دوران شو

چي  يي  عزم  د  و طن د  ازادۍ  کړ

نو د شرق د اسمان ستوری شاه امان شو

که چا درک نه کړ په خپله  زمانه کي

امانيه  دوران  مو  وياړ  د  هر  دوران شو

په  عدم  تشدد يي  دښمن  مات  کړ

د  افغان  ملت  بابا  فخر  افغان  شو

تل پياد ژوندي خدايي خدمتګاران دي

سپيڅلتوب ته يي جمله جهان حيران شو

چي افغان ولس يو موټی متحد ؤ

تل پيروز ؤ نوم يي لوړ پر ټول جهان شو

د  هر   غره  دره  يي  پټه  خزانه  وه

د غره هر وجب يي لعل د بدخشان شو

که هر څو وايم چي څوک وم ګټه نه کا

تير وخت نشته نن حاکم نوی دوران شو

که پخوا مي ګران وطن جنت نښان ؤ

نن  زما  د  افسانو  وطن  ويران  شو

هر يو ښار مو د ښارونو  ناوکي  وه

شينکی باغ مو نن په څير د بيابان شو

چي يي يو دبل پر سر ټومبل ميخونه

بيرحمي يي ننګ او شرم د زمان شو

چي  و  ځانته  مجاهد  او  رهبر  وايي

شو غلام  او د پرديو په  فرمان شو

که تاجيک،ازبک،پښتون که هزاره ؤ

د نړۍ په هر يو ګوټ کي سرګردان شو

چي يي خپل کور ته ميلمه تل رابلله

اوس مجبوره د پردي کورو مهمان شو

پر افغان داس حال هيڅ نه ؤ راغلی

چي  اسير  د  ناپوهانو  د  زندان  شو

د  پرديو  په  خدمت  ملي  اتل  شو

اتل نه شو خو ملګری د شيطان شو

د اسلام په نوم يي نوم د اسلام بد کړ

جنګ سالار شو لوي دښمن د هر انسان شو

که رهبر مو د هر حزب د هر ګروپ ؤ

و ملت ته د خيانت په لار روان شو

د افغان ملت په وينو کي لاهو شو

په رښتيا خدمت ګذاره د خپل ځان شو

د قوميت په نوم يي ټوله قوم برباد کړ

کور ويجاړ،مکتب خراب،سړک يي وران شو

د افغان زويه راپاڅه نور بيدار شه

ته شوي پاته درنه ليري ټول کاروان شو

په هيڅ شي کي د هيچا نه څه کم نه يي

نو دي ولي لاس د خپل ورور په ګريوان شو

سوي چيغي د يتيم او کونډي واوره

نور نو صبر او تحمل و دوي ته ګران شو

چي لا هم  ته  د نفاق  په  لاره  درومي

مخ دي تور شو تو لعنت دي پر خپل ځان شو

ډاکتر غلام فاروق ميراحمدي

هامبورګ  2006 کال