تنهايي

2020-09-21

محفل کي د دوستانو يم خو بيا هم زه تنها يم

پر څنګ مي ښکلي ناسته زه د يار په تمنا يم

په سترګو اشاري کړي او په خوله څه راته وايي

زه ډوب خپلو فکرو کي د بل مخ په تماشا يم

شراب په پيمانو خورم ولي بيا هم زه خمار يم

نشه ده رانه ورکه په کوم درد چي مبتلا يم

و کوم خواته روان يم ،چيرته ځمه نه پوهيږم

زه ګرځم په چمن کي يا روان زه پر بيديا يم

کلونه د ځوانۍ درومي په وړاندي بيله ځنډه

زه اوس هم د تير ژوند د خاطرو سره لګيا يم

فقير يم که امير يم ماته هر څه اوس يو شان دي

د شان او د شهرت سره زه بيا هم تل ګدا يم

نن  رسم  د زمان که  بدلول  دي  د يارانو

زه خپل د ثابت يار څخه غوښتونکی د وفا يم

په باغ کي د ښايست که غوړيدلي ډير ګلان دي

زه يو ګل بويومه،يوي ميني ته پيدا يم

نه ډار د سور دوږخ او نه بيا هيله  د جنت شته

زه خپل دوږخي ژوند کي د جنت سره اشنا يم

دوستان چي مي خلوت ژوند ته د شور راوستل غواړي

و داسي ښو دوستانو ته به تل زه په دوعا يم

هامبورګ  2006 کال