2020-09-21
بيا جوړونه د وطن نوي فکرونه غواړي
نوي ځوانان،نوي مشران نوي خيالونه غواړي
بيا جوړونه د ښارو که ډير اسانه بريښي
بيا رغونه د مغزو نوي چالونه غواړي
نفاق مو بس دی،اتفاق ملي وحدت په کار دی
داسي وحدت نوی پيمان،نوي قولونه غواړي
د زړو ډلو او حزبونو ړنګول په کار دي
د نوي عصر مفکوري نوي ګوندونه غواړي
که چا د ښي او چا د کيڼ په لور شعار ورکاوه
نوي تګ لاره مو اوس نوي شعارونه غواړي
که غواړو بيا د تمدن په قافله کي وسو
د سفر عزم مو نن نوي کاروانونه غواړي
که د لور ليد څخه مو هر څه تور يا سپين ښکاريده
زموږ نړی ليد اوس تنوع،نوي رنګونه غواړي
د ځان ځانۍ په عوض مينه او دوستي په کار ده
ملي احساس نوی فرهنګ،نوي دودونه غواړي
پوهه چي نه وي نو رښتيني آزادي هم نه وي
دا آزادي نوی کتاب،نوي درسونه غواړي
د خرافاتو د حصاره راوتل په کار دي
نوی تصميم مو هم جرئت هم نوښتونه غواړي
چي مو په باغ کي بلبل بيا په مستۍ پيل وکړي
د باغ بلبل نوی ماليار،نوي ګلونه غواړي
د لوي څښتن د پاک دربار نه د مدد په هيله
نوي دوعا مو شپه او روځ عبادتونه غواړي
هامبورګ 2006 کال