2020-09-21
د مړو ژبو نه به بيرته راژوندي شي
که پښتون په پښتو ژبه لوست ليکل کړي
ناپوهۍ که پښتانه سحر و جادو کړه
پښتو ژبه د دي سحر ماتول کړي
د خوشحال روح به هيڅکله خوشحال نه شي
که ناپوه د ده په توره نازيدل کړي
چي د پلار نصيحت نه اوري بيده وي
نو بيا ولي د پلرونو ياديدل کړي
چي ناپوه په خپل ملت او ولس وياړي
په خپل جهل د هغوي شرميدل کړي
خوار افغان ولس به هله سره يو شي
چي وګړي يي پوهني سره مل کړي
نيکمرغي به د پښتون پر کور ميلمه شي
خپل کوڅي ته که د پوهي راوستل کړي
کامراني د خپل ولس چي يي ارمان وي
زاړه ژوند ته نوښتونه رابلل کړي
چي يي مينه د افغان وي په سينه کي
په خپل ژبه د پوهني خپرول کړي
فاروق شعر ليکي هر څو که شاعر نه دی
په دي ډول درد د زړه اظهارول کړي
ډاکتر غلام فاروق ميراحمدي
هامبورګ 2006 کال