هر څو هم کۀ هيڅ چل د ژوندون ماله نۀ راتۀ
د ژوند جنون مِ دا ؤ چه مرګ خواله نۀ راتۀ
بل هيچا پيژندے نۀ شوے زما د "بخت" کړمے
بدبخته په هيڅ چل زما تر خياله نۀ راتۀ
دا قام په کومه تلے ؤ د خپل تاريخ د کوره
لوئے قام ؤ خو د خپل مړى ژړا له نۀ راتۀ
مونږ ډډے ته مودے اوشوے چۀ نۀ شو د غرمو نه
د خپل ديوالۀ سورے تر ديواله نۀ راتۀ
شائد زما حسونه پردى شوى ؤ زمانه
نن ستا د خولو بوئے ستا د دسماله نۀ راتۀ
شغلے مِ د شهيد زړګى د داغه پورته نۀ شوے
پيغام چه اديرے ته ستا د خاله نۀ راتۀ
تاريخ خو ما ته ستا په حقله بل څۀ وو وئيلى
پښتون خو به خپل کور ته چرے غلا له نۀ راتۀ
کۀ ډيره ورته ما د مستقبل سندره اووے
ماضي مِ نوکے چرخے کړے تر حاله نۀ راتۀ
دا ښه شوه چه تا سترګے څۀ وئيلو ته کړے پورته
جواب راله راتۀ ولے بے سواله نۀ راتۀ
يخ پخ ؤ د سائل د هنرونو تصويرونه
چه سترګو له ئے تاؤ ستا د جماله نۀ راتۀ
٨/١١/٢٠٠٦
پيښور