غزل

2020-09-21

راكړه لاس دې، ښى رسي، كه ګس رسي
ډوب شوم درنــه ،خولې ته مې نفس رسي

ژوند د زورور پـــــــــه لاســـــــــــــو كې دى
مرګ به هم ولجه كړي، كه يـــې وس رسي

موږ خو پراته سيوري، د ديــــــــــوال پښو ته
ستا در ته د ستوري غـــــوندې كس رسي

ځار د رقيــــــــبانــــــو د تـــــــــاوان له نيت
ماته خو يې ګټه يــــــــو پـــــــه لس رسي

ستا نوم  به وريږي، د بهيــــــــــر لـــــه زړه
هر چېرته چې غږ د دې جرس رســـــــــي

۱۳۸۸ ثور