2020-09-21
د وړيا حسن تماشې دې څومره ګــــــرانې كــــــړلې
زما د ژوند ګرانې شيبې دې پرې ارزانــــې كــــــړلې
له تش ديدنه دې، دا څـــــه قيـــــامت جــوړ كړ اشنا!
د مرګ او ژوند ترمنځ لمحې دې تـــرې اسانې كړلې
ګرانه ده نور چې مو فالي كړي، د بخــت لورى معلوم
ظالم غربت مو د ورغـــــــــوو كــــرښــو ورانې كړلې
رقيبه څه لوړې ژورې مو تــــــــر مـخ تېرې شــــــوې
ته ستړى نه شوې، زما هيلې دې ستـــومانې كړلې
ورته به څوك اوس ستا له وېرې په بل نيــــت وګوري
زما په زړه كې دې پخې ماڼۍ ودانـــــــې كـــــــړلې
همدغو سترګو خو دې زه په نښه كــــــــړى ومــــه
ولې اوس چا زما له مينې پښيـــــــــمانـــــې كړلې
ستا دنګ غرور راټيټيدو ته مې وس نه رســـــــــيده
خپلې كافرې ارادې مې مسلمــــــــانـــــــې كړلې
تاته به ټوكه ښكارېده، د خپلې خولې خــــــــــــبره
خو د بهير پر مخ يې اوښكې را روانې كـــــــړلـــې