2020-09-21
د ورېځــــو شـــــاتـــه، سپــــــوږمۍ ولاړه
په هـــــاغـــــه ورۀ كې، جېــــــــنۍ ولاړه
دوې كوچۍ پېغلې، سترګې يې څار كړي
پــــــرې د پېــچكـــــې، كېــــــــږدۍ ولاړه
ماښام نږدې دى، يو څوك به راشــــــــي
انتظــــــــــار سپيـــــــنه، خولـــګۍ ولاړه
دلتــه يــــــو ځـــــوان، خولې كړې پاكې
تر څنګ يــــــې لـويه، ګــــــــــاډۍ ولاړه
خلتې د ژاولـــو، پــــــــــاپــــــــړو تشې
پكې غنم اوس، بــــــــــوجـــــــۍ ولاړه
لمونـــــځ يـــــــې ادا كړ، توره كوټه كې
يوه ســـــــــرتـــــوره، بـــــــــوډۍ ولاړه
پر پاك قرآن يې، لاســــــونــــــه ايښي
ده غوړېـــــــــدلې، ځـــــولــــــۍ ولاړه
د يو سر خېر، ټــــــــكو كــــــې غواړي
دعا د هســـــك پــــــر، بـــــــلۍ ولاړه
ستومــانــــــي لاړه، زلمى باغ باغ شو
مخې ته يې مـــــــوسكه، غوټۍ ولاړه
زركه قفس كې، شـــــــوه پــــه ټوپونو
پښو ته يې خړه، كــــــــونـــګرۍ ولاړه
وږي وزه يې، لاســــونــــــه ګــــــوري
تر شاه يې زېړه، سېــــــــرلـــۍ ولاړه
ســــــهار نږدې دى، د وره ټك ټك شو
زلــــــمى ور ووت، غـــــــــــدۍ ولاړه
پردي ټوپك دي، پردۍ درېشـــــۍ دي
د داسې خپلو، ډلـــــــــګـــــــۍ ولاړه
هغه يې بوتلو، كور چيغو واخـــــېست
د هر ميل خولې ته، ګــــــــولۍ ولاړه
ماښام نږدې دى، جېـــــــــــنۍ ولاړه
مين يـــــــې نشته، ګــــــــاډۍ ولاړه
پر شنه ګــړي يې، اوښكې ور لويږي
د اوبو تل كـــــــــــې، سپوږمۍ ولاړه
كلونه تېر شول، خــــو په دې زړه كې
نــه خــوځــي، ټــــولــــــه نـړۍ ولاړه