غزل

2020-09-21

له كومې شوه را پيل، چېرې روانــــــــــــــه زنـــــــــــدګي
حيران يم چې جوړيږي، كه شوه ورانــــــــــــــه زنــــــدګي

هر څه يې په كابو كې ساتل هم نــــــــــه دي پـــــــه كار
وتلې ډېره هم نه، له امــــــــــــكانــــــــــــه زنــــــــــدګي

چې ژوند وي نو لويدل، پورته كېدل خــــــــو بـــه پكې وي
بې خونده ده، بې ګټې، بې تــــــــــاوانــه زنـــــــــــدګي

مرګ هم له زندګۍ، د ازادۍ په مــــــــــانـــــــــا بـــــويه
بې مرګه كمه نه ده، له زنــــــــــدانــــــــــه زنـــــــدګي

چې سپين شوو لكه اوښكې نو محدود مو شول هر څه
مـــــــوږ وكـــــــــړه لــــــــه ګـــريوانه، تر ګريوانه زندګي

تدبير ته د تقدير له بهــــــــــانــــــــو، نـــــــه شوو اوزګار
كنه دومره خو هم نه وه ستومــــــــــــانه زنــــــــــــدګي

چې مرګ يې هم په سخته كې په كـــار نه شو، نو بس
بهيره شوه په ځان پورې حيرانــــــــــــه زنـــــــــــدګــــي