2020-09-21
زليــــــــخا شــــــومــــــه د مصر په کوڅو کې
ګيــلې اورم د الـــــــــــــزام په زولــــــــنو کې
د يوسف د محبـــــــت ســـره اشـــــــنا شوم
ګرځم ورکـــــــه يم پخـــــپلو او پــــــــردو کې
څه به وايم حقيقت چــــاته مـــــالـــــــوم دی
نامالوم شان منزل دی پـــــــه مـــــزلــــو کې
په الزام د عشق اخـــــــــته شوم څه به وايم
ډوبه شوې يمه ويــــښه په خــــــوبـــــو کې
نه يو لار نه يو ګودر راته مـــــــالــــــــــوم دی
کله غرو کې په سوچـــــو کله ځـــــنګلو کې
ستا د مينې سوز او ســــــــاز راته محل شو
نور جهان شومه د ميــــــنې په خـــــيالو کې
که ستا ډېره مجبوري وي خدای دې مل شه
د سارا ځای شو آخــــــر ستـــــا قــدمو کې