غزل

2020-09-21

قلم له کاره نـــــن ولیـــــــــــــــدلی ښــــــــــــکاري

زړه له غمازه ژړیـــــــــــدلــــــــی ښـــــــــــــــکاري

تقدیر ځواب راته لـــــــــه ورایــــــــــــه راکــــــــــړ

زما په همزولــــــــــــو کـــــــــی ولیدلی ښکاري

قلم قلم زړ ګې مــــــــې کـــــــــار نــــــــــــه کـــــوي

لکه له ویرې لـــــــــړزیــــــــــــــدلـــــــــی ښکاري

نــــــــن خــــــــــو بــــــــری رانــــه رقیب واخیستو

چې راروان ؤ مسیــــــــــــدلـــــــــی ښــــــــــکاري

طالع ئې ښې دي خـــــــــو مــــــــاغـــــــزه نــه لري

زما په طــــــــالــــــــعو خـــــو خندیدلی ښکاري

پـــــدې زمـــــان دظــــــــــالمــــــــــــانـــــــــــو جبر

بخت له ما درومــــــــــي تښــــــتیتدلی ښکاري

دازمــــــــانـــــــــه مــــــې لـــــــــه رقیـــــــــبه ژاړي

چې زمری نشته سپی ښــــــــاغــــــــــلی ښکاري

ته چې لږ پوه وی ســـــــــارا پـــــوه بــــــــه نه وای

ځـــــکه خــــــــوښیــــــــار نـــــن کړیدلی ښکاري

۱۹۹۷   بي بي  سي