وطن

2020-09-21

يو شمع مې تصور کې ستا د مينې کړلو بل
رڼا ېې کايناتو کې خوره شوه په يو ځل
په ستورو کې خوره شوه تماشا زما د مينې
يو زه شوم وفاداره چې جهان راته کتل
جونګړه مې د سيند په غاړه جوړه کړه ځنګله کې
رڼا کې د سپوږمۍ مې ښکلی مخ ليد لکه ګل
غذا مې وه ستا مينه او اوبه مې خپلې اوښکې
عجيبه فلسفه کې چورلېدم لکه بلبل
دنيا مې وه رنګينه په سوزونو او سازونو
يو ژوند ؤ چې د سيند څپو کې وروسته وړاندې تلل
دا ته وې او که ژوند ؤ راته خو ږ چې ټول جهان شو
خواږه ترخه مې خوښ شوه هم ژړل هم مې خندل
زه تاپسې روانه مرګی ما پسې روان
په دې مقابله کې زده کړهِ ما د غم زغمل
د سيند هره څپه راته د تېر ژوند افسانه شوه
وږمه ورپسې راغله وېل اميد کړه په ازل
نغمې وې د مارغانو عظمتونه و د غرونو
د ونو مقامونه په هر پاڼه ېې ليکل
تېر شوي په دوی باندې خزانونه بهارونه
سبق ېې ماته راکړ سوز او ساز کې پايدل
عجيبه فلسفه ده هسې نوم ېې دی ستا مينه
که څوک پکې اوسېږي که راځي او که ترې تلل
که غم دی که ښادي ده دا يو هاند د محبت دی
ژړا ده که خندا ده ورکول که راکول
دا بحردی بهېږي زما او ستا د مينې کور دی
زه ژاړم درنه غواړم په دې غاړه يو محل
تا زما د ضد دپاره محل جوړ په افسانه کړ
ستا مينې داسې يووړم چې ستا غېږ شوه تاج محل
آواز د سيندد د غرو په انعکاس کې راغی غوږ ته
 څپه راباندې راغله او په ما ېې وخندل
وېل تېر دې کړه دېرش کاله درې د پاسه لا هوس کړې
راپاڅه مازيګر دی بلبل تا باندې ژړل
سارا په صحرا سر شوه خو منزل ېې دی ورک کړی
قدرت ته په حيرت شوه چې دا څنګه ېې جوړول