تيږه

2020-09-21

زه د درياب منځ کې پرته تيږه يم
د زمانې د بد لولونو حال له ما وپوښتئ
ماته معلوم دې کوم چې تا ليدلې نه دي ياره
د دريابو د طوفانوکيسې زما زړه کې دي
د زمانې د بدختيو داستانونه غواړې
که دسکوت که د لذت د شيبو؟
راشه زما ترڅنګ ديره شه ياره
دتورې شپې دظالمانه تورتم
دشين سهارد ترنم غزلې
د لمرزرينو پلوشې او وړانګو
دنيکمرغۍ د سباوون افسانې
يوه يوه به درته زه ووايم
زه ېې پخپله لمسوم ، هم ېې په سترګو وينم
دا طوفانونه ، سيلابونه
لکه زما په څير تا هم ورکولې نه شي
زه نه له شپې ويريږم
نه له تورتمه ځينې
ډيرې پيړې مې د درياب څپو کې
د سيلاوو موجو کې
د يوسکوت او ارامتيا سره
د سيند په غيږکې تيرکړل
ياره بې صبره نه شې
پام کړه بې واره نه شې
سينه زما په شان پراخه ساته
د طوفانو عمرډيرلنډ تيريږي
ستا ارامتيا او درنښت
ددې څپو په منځ کې ستا د پايښت نخښه ده
پام وکړه له تيارو مه ويريږه
صبر وکړه
هرې تيارې پسې رڼا راځي
د تا د هيلو دنياګۍ به هم روښانه شي
د ارمانو ګل به دې وغوړيږي
ما هيره نه کړې ياره
زه د درياب منځ کې پرته تيږه يم
يو نصيحت مې له غوږ مه وباسه
ستا متانت او درنښت ددې څپوپه منځ کې
ستا د پايښت نخښه ده