د نارنج ګل ته

2020-09-21

اې د نارنج ګله ستا د کومې ورځې ووايم
ستا د ګل غوټۍ ، که سپړيدو که ښکلا وستايم

تا سپيره ډاګونه ننګرهارکې معطرکړي دي
تا په خپل ښايست شينکي باغونه بهترکړي دي

ستا هره غوټۍ له ملغلرې ارزښتناکه ده
مسته شي خندا کوي خندا کې خپله بې باکه ده

شنې ونې ښايسته شي چې اميل ېې سپين په غاړه شي
وخوځي نسيم د بڼ ولوري ته په ﻻره شي

بيا په پستو ګوتو ناز ورکئ د ونو څانګوته
ورو ورو ېې راسپړي خندوي ېې د ګل پاڼو ته

ستا کوچۍ لوګۍ شه ، د جنت د خيالو دنيا
سارى دې بل نشته خداى راکړې د عطرو دنيا
ژوند دې ابدي شه نيکنامي د ننګرهار ېې ته