په کـی دلۍ دلۍ بــی شــماره ســــــتا غــمــونــه پاتې
نــــور می څه نه شــتـه په زړګې کی ســتـا یـــادونه پاتې
تـه مــــسافر شــــوی رانــه لاړې نــور د څـه را پــریــښـول
بـــــــس ســتا د پــــښو د قــدمـو د خـــــاورو پــلونــه پاتې
دســــتا بستر می ټوله وله وای نه شوه خواره می پریښوه
ســـــتـا په بـستـر کی ستا د اوښکو سپـیـن لــعـلـونه پاتې
یـــــــو د خــانــدلـې دی پــه بــــل کـی د ژاړلـې ګــــــرانــه
زمـــــــا پــه ســتـرګــو کی همدا دوه تـــصــویــرونـــه پاتې
بــــوی یی کـړم ښکل یی کړم په مخ پورې یی کلک ونیسم
(خـــــوستـیه ) ســـــتــا د خـــوږ بـــدن دوه بــنــیـلـــونه پاتې