خیال

2020-09-21

 خیال می لاړ شی دیو ګل سره میلمه شی

رانه ورک می هریو غم  او اندیښنه شی

خو چی کله په ځان پوی شم ګل نه وې
سترګې پټې کړم په زړه می توره شپه شی

کله بیا هم په خیالو کی غیږ ترې تاو کړم
چی غیږګ راکړی نو می زړه اوبه اوبه شی

کله بیا هم په ځان پوې شم ګل نه وې
چی ګل نه وې زړه می اور واخلې لمبه شی

مسافر چی هر انسان شی بی وطن شی
لکه بیله  یی د سره چی تنه شی

مسافر د خپل جانان په یاد کی سوزې
هر چی وسوازي نو خاورې او ایره شی

زه خوستی هم د جانان په یاد کی ژاړم
چی وژاړم نو زړګې می لږ صافه شی

خوستی وایی دامنم عمر کمیږې۰
خو پردي وطن کی زر زر کمیده شی