هــره شیبه ، په سره اور باندی سوزیږم
دا هجران دی ، که دوزخ دی نه پوهیږم
بـیـلـتـــانـه د کــړمه ، داســی پـرهـــژلـۍ
ښکلـیه یـاره ، چـی نـه مـــرمـه نه رغیږم
ستا دیدن لکه باران ، راباندې نیشت دی
لکــه زه د لــلـمی ګــل ، نــــوره وچـــیــږم
ورځ کی څو څو ځله ، ستا تصویر را اخلم
ښکلــوم یی اول ، بــیــــا ورتــــه ژاړیــــږم
بـیـلـتانـه دخوستی ، خاورې او ایـرې کړم
خدای خبـر چی ، به په کـوم لورې بادیږم