ملګرو ځکه موځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي
د زمانو له ګړدابو مې رايستلی شي خو
جانان له دوو ګوتو نيولی يمه زور نه کوي
زه وم چې زړه مې د غرور بيرغ ته نذرکړلو
ګنې وښيار خلک په جګو غرو کې کور نه کوي
زړګيه ! ژويه د احساس پر شونډو سرې سکروټې
دې چم ګاونډ کې څوک د سپيني خولګۍ پور نه کوي
زما رباب د ستا خاورين منګی د ګوتو لاندې
د احساساتو ژباړې اوس په ټنګ ټکور نه کوي
جلانه ! ځکه لکه غوڅه زرکه *تول نه کوم
ست دخوږې ميني د مړاوو سترګو تور نه کوي
تول: د زرکې د پښو چټک مزل ته وایي چې ښکاري په منډه ستړي کړي خو نیوای یې نشي