د ښكاري نظر د تورو غشو ښكاريو
د دردو په څېر په سرو پرهارو بار يو
څو سيكې ستا د مسكا لرو په زړو كې
شكر سختې غريبۍ كې هم مالدار يو
موږ ساده يو خو په خپله سادګۍ كې
د شړيو د تارو په څېر ګلدار يو
مه مو وژنه د ښايست مور به كړې بوره
مونږ بچوڼي د سپرليو د سردار يو
په تڼاكو پښو په كاڼو په ازغيو
رسيدلي د سپينچكو تر بازار يو
د ديدن وړانګين لاسونه را اوږده كړه
د ارمان په ګړنګونو كې ايسار يو
د ګلپاڼو په اټن پسې جلانه !
ليوني يو خپلو زړو نه راګوزار يو