غزل

2020-09-21

څو په  باغ  كې  لا يو گل د نو بهـــــــــــار  شته
د  بلبلو  ، د  توتيانو  پرې  چغـــــــــــــــــار شته
 
نن  دې  غم  له  مانه  ځان  ســــاتي  كه  ښه  كا
چې  په  سيل  د بهار  راسره  يـــــــــــــــــار  شته
 
چې له  يــــــاره  سره  مست ، د گلو گشت كړم
محتـــــــــــــــــــسب كه رانـــږدې شي پيزار شته
 
شېخ  ملا  دې  زما  غم  په  بهــــــار  نه  خوري
چې  رباب او سرندې غوندې غمــــخوار شته
 
نه  به  زه  د ميو  جام كښېـــــــــــــــږدم  له  لاسه
نه  زما  له  پارسايي  سره  څه  كـــــــــــــار  شته
 
ما  وخپلې  پارسايـــــــــــۍ  ته  رخصت  وركړ
په  دا نورو  پارسايـــانو  مې  اوس  ډار  شته
 
ساقي ! بيـــــــا  زما  د ښهــــــــــــر  خبر  واخله !
لا يو څو په كوڅو پاتې  پرهېزگــــــــــــار  شته
 
گل ومل ، سازوسرود ، ساقي سرې شونډې
لا به  ډېـــــــــر عالم  رسوا كا  چې  دا چار شته
 
چې  په  هره  پياله  عقل  له  ما زدويــــــــــــــــي
د ساقي  منت  راباندې  په  بار  بـــــــــــار  شته
 
د گلونو  په  مـــــــــــــوسم  كې  خوار  هغه  دى
چې  يې  نه  پياله  په  لاس  نه  يې  نگـار شته
 
نن  هغه  شاه جـــــــــــــهان  د زمـــــــــــــــانې  دى
چې  دستــــــــه  يــې  د گلونو  په  دستار  شته
 
چې  نااهل  په  غفلت  وربـــــــــــــاندې  نه  ځي
ځكه وصل د هرگل په څنـــــــگ كې خار شته
 
نن  خوشـــــــحاله ! د زړه  داد د عشرت وركړه
دا څو ورځې  غنيمت  دي ، څو گلــــــزار شته