غزل

2020-09-21

زه چې هسې  په  تعجيــــل او په  شتــــاب  ځم
خرابات   لره   په   هيلــــــــه  د شـــــــــــــراب  ځم
 
د ساقي  د  لاسه   مــــــــى  چې  تتــــــــاول  كړم
بيا په  بيارته  به  بېخوده   مست  خـــراب  ځم
 
د ساقـــي د مــخ  جذبــــــــه  مې  مــخ  ته  بـولي
چې  دا هسې  ميكــــــــدې  ته  په  ترتــاب  ځم
 
درد د درد   مـې   يـــې  له  خمـه  دى  نوشــــلى
 اوس  په  هيـله  په  اميـــــــــد  د مى  نــاب  ځم
 
چې مې  نه  شي بله  يو سر بل سر ستــــــــرگې
له  جهــــــــــانه   مخ   پوښــــلى  په  نقــــاب  ځم
 
له  دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د  دې  سيند  دپاسه  زه  لكه  حبـــــــــــاب  ځم
 
خوب  وخور مې  له خاطره  فرامــــــــوش  دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
 
د محبــــــوبې د جمــــال  شغلـــې اتـــــش  دي
زه خوشحــال يې  له  ليدلو  زړه كباب ځــــــم