غزل

2020-09-21

ما شراب  خوړلـــــي  نه  ، په  حـــد  واهــــــــــه  شـــــــم
كــــــه  يـې  وخــورم ، خبـــر نه يم  چــې  به  څه  شـــــــم
 
په  هر لـــــــوري  چـې  نظر  كوم  اغيـــــــــــــــــــــــار دى
د  زړه  حــــــــــــــــال  وچـــــــــــاته  وويلـــــى  نه  شـــــــم
 
زمانـــــــې   راباندې   وكــــــــړې  هسې   چـــــــــــــارې
لكـــــــــــــــــــــه  در د خرمهــــــــرو ســــره  پييه  شـــــــم
 
د اورنگ  پادشـــــــــــاه  په  دور  عدل  نشتــــــــــــــــه
تر  طنـــــــــــــــاب  لاندې  په  شهـر  كې  لوټه  شـــــــم
 
كه  د رنـــــــــځ  دارو مې  كړې طبيبــــــــه ! وخت دى
هاله  ستـــــــــــا  دارو  ومه  شه  چې  په  تله  شـــــــم
 
خپل  خوني  وچـــــــــــــــــــــــــــاته  څه  ښايم  په  گوته
چې  د چا  د لاسه  مرمــــــــــــــــه ، خود ليده  شـــــــم
 
درسته   شپه  لكه  اغزي  په  زړه  څرخيــــــــــــــــږي
د فـــــــــــــــــــــــــــــــراق  غمونه ، څرنگه  اوده شـــــــم
 
هېڅ  په  سترگو ليده  نشي ،  يو  قصـــــــــاب  دى
نه  يې  لاس  نه  يې  چـــاړه ، په  زړه  ورژه  شـــــــم
 
لكه  و په  هغه  شـــــــــــان  په  وفا  ټينـــــــــگ  دى
چې  تر  يار يې  خجل  نه  كړم  ځار  تر  زړه شـــــــم
 
په  دا لــــــــــوڅو پـــــــــوڅو  نه  رسم  تر  ســــــــرايه
د سيميـــــــــا  علم  مې  نشته  ، چې مرغه  شـــــــم
 
خلق  تشې  تسلــــــــــــې  كـــــــــــــــــــا،   زه  له  ځلې
د هلك  غوندې  د هر  ســـــــــړي  په  خوله  شــــــــم
 
الهـــــــــداد  چې  بند  په  بند  گوتې  په  تار  ږدي
د خوږ  زړه  دمه  مې  شــي ، څه  خو تابه  شـــــــم
 
نه  شېخـــان ، نه  طبيبـــــــان ، نه  ساحـــران  شته
چې  له  دې  رنځه  د چـــــــا  په  سبب  ښه  شـــــــم
 
زه  خوشحــــــــــال  له  نورو  څه  لره  فريــــاد  كړم
په  زړه  زړه  واړه  په  خپل  غشې  ويشته  شـــــم