غزل

2020-09-21

زه هم چېـــــــــــــــــــــــــرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېـــخوده دېـــوانه وم ، دېــــــــــــــــــوانه يم لا تر اوسـه


جدايي  نشته  وصــال  دى ، ځنې  بعد هم  خيــــــــــال  دى
له  هغه  چې  همخانه  وم ، همخــــــــــــــــانه يم لا  تر  اوسه
 
چې  راغلى  په  جهان  يم ، خبر  شوى  په  خپل  ځـــان  يم
د  رازونو  خزانه  وم ، خزانـــــــــــــــــــــــــــــه  يم  لا  تر  اوسه
 
په  عالــــــــــــــم  زما  خبرې ، خلك  كـــــــــا  په  نيږدې  لرې
په  وگړي  افســــــانه  وم ، افســـــــــــــــــانه  يم  لا  تر  اوسه
 
چې  د مخ  پلو  يـې  وا   شو ، يو  مشـــال  و چې  نما  شو
هغه  دم  پرې  پروانـــــه وم ،  پروانــــــــــــه  يم  لا  تر  اوسه
 
ناوكي  يې  د مژگـــــان  دي ، چې  بلا زما د ځــــــــــان  دي
ورته  عمر نښـــــانه  وم ، نښــــــــــــــــــــــانه  يم  لا  تر  اوسه
 
چې  يې ځان سره  اشنا كړم ، له  هر چا يې  شا په شا كړم
له  عالمه  بېگـــــانه  وم ، بېگــــــــــــــــــــــانه يم لا  تر  اوسه
 
هغه  بحر  چې  محيط  دى ، په  افراط  او  په تفريط دى
د ،    غه  بحر دردانــــــه  وم ، در دانـــــــه  يم  لا  تر  اوسه
هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه