غزل

2020-09-21

چې کله  ځانته شمه ځان سره ښه وژاړمه

سپېره قسمت سوي ارمان سره ښه وژاړمه


زه داسې يمه لکه ستوری له مداره وتی

سپوږمۍ ته ګورمه اسمان سره ښه وژاړمه


بس دی په خپله بې وسۍ باندې مې ډېر وژړل

ځمه ورځمه چې جانان سره ښه وژاړمه


درده تر څو به مې د زړه په زخم خوله لګوې

لږ خو کرار شه  چې درمان سره ښه وژاړمه


اتله څوک شته په يو چا باندې مې زړه خوږېږي

د زړه په کورکې يو انسان سره ښه وژاړمه