ګران دی په ما له ځانه ګران دی جانان
خوږ داسې خوږ لکه ايمان دی جانان
په دې سپرلي او ليوني موسم کې
چې ولی مړاوی دی خزان دی جانان
زما د ستړي او نيمګړي ژوندون
زما د خوږ زړګي درمان دی جانان
ټول د فطرت له کرشمو نه جوړ دی
ښکلا ده، مينه ده،ارمان دی جانان
بس د اتل د ترنم ژبه ده
غزل غزل رومان رومان دی جانان