همداسې ښه يمه بې ياره بې جانانه ښه يم
داسې بې مينې ښه يم داسې بې ارمانه ښه يم
شېخ او زاهد که د ريا په سمندر کې ډوب دي
زه بې سجدې ښه يم بې زهده بې ايمانه ښه يم
نور مې د زړه پر کرونده د مينې کر نه کوم
لکه للمي زمکه بې کښته بې بارانه ښه يم
د ښکلو ښکلو منتونه په سر نه شم وړلی
يوازې ښه يمه همداسې بې احسانه ښه يم
اتل بلد يمه د غم له تيندکونو سره
د ژوند په ګرانو لاروډېرستړی ستومانه ښه يم