ګيله مې کېږي چې دې خپل نه کړمه ځان دې نه کړم
له خپله لاسه دې پردی کړمه جانان دې نه کړم
په هر محفل کې مې دنيمو شپو سندره کړلې
تا ټپه نه کړم د سرو شونډو يا قربان دې نه کړم
ما څه په مينه د خپل زړه په کور کې وساتلې
تا مېلمه نه کړمه د زړه کور کې ودان دې نه کړم
زويه مننه چې تر خپلې وسې وران دې کړمه
راټول دې نه کړمه ښايسته افغانستان دې نه کړم
اتل دا خپل نيمګړی ژوند و دربښلی تاته
لوګی دې نه کړمه، له خپل ځانه قربان دې نه کړم