غزل

2021-03-11

لکه ګل په څانګه تېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

د لیدلو سترګو هېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

 

نه یې زړه ته راوستی شو نه یې رنګ د چا یادېږي

دیدن کم غمونه ډېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

 

دا خواږه خواږه یاران یې هدیرې نه ځي په ډډه

بیا یې نوم زهر و ګنډېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

 

بیا تر کومه به یې یاد کړو بیا تر کومه پسې ژاړو

د یو تېر ساعت په څېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

 

چې د غرونو دا تور کاڼي بیا په قبر ورته کېږدي

مسافر غوندې راګېر شي بس چې خاورې په چا واوړي

 

ستا په نوم به بابرزیه دا ژوندي خلک ګونګي شي

شاعران په مړو شمېر شي بس چې خاورې په چا واوړي