2021-07-04
ژوند همدا دی
چې ستا لاس په لاس کې واخلم
او د ګوتو له بندوو دې
ښه په زوره زوره وباسم ټکونه
ته له درده شې په ملا باندې راقاته
او زه ستا دغې ادا ته له خندا نه
ستا په غیږه کې در ړنګ شم
ژوند همدا دی
چې زه کار څخه ناوخته کورته راشم
دا مې وره کې لاره څاري
کاري بکس رانه واخلي
پخپل ځای کې یې خوندي کړي
او بیا شنه له خندا راشي
په پستو وریښمنو لاسو
مې دا ټول بدن چاپي کړي
په تندي مې لاس راکیږدي
راته وایي
ګرانه تبه خو دې نه ده؟
که مریض کار ته مه ځه
هسې هم له لوږې نه مرو
روزي خدای رارسوي وعده یې کړې.
ژوند همدا دی
چې دې مخې ته لیپټاپ وي لږولی
او خپل سر دې وي ددې په زنګون ایښی
او په ګډه یو د مینې فلم ګورئ
پکې داسې صحنه راشي
چې هلک له جینۍ کلکه غاړه اخلي
دا دې غلې په ویښتو کې لاس راکش کړي
او خپل سر درته راټیټ کړي درته وایي
واخله، زه په تا پوهیږمه لیونیه
چې بوسې ته دې زړه وشو
ژوند همدا دی
چې له کوره بهر شپه درباندې راشي
ماسختن دې ټیلفون ته میسج وکړي
((که مصروف نه یې کیسې به سره وکړو))
او بیا ان تر نیمې شپې پورې ناوخته
په وړو وړو خبرو
په ناز ناز دې
د خوبو تر ښاره یوسي
ژوند همدا دی
ژوند د مینې دوهم نوم دی
ژوند په مینه باید تیر شي
ژوند دکرکې له ذات نه دی
نفرتونه باید هیر شي.